کابل باختر دوږې دمياشتې ٢٨ :
د انتخاباتي شکايتونو نویو غړو نن سهار د جمهوررئيس حامد کرزي په حضور کې د لوړې مراسم پرځاى کړل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون نوي غړي ریداعظيمي، عبدالستار سعادت، عزیزالله آریافر، نادرمحسني او پیغمبرقل دوغن چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو دکمیسیون د صلاحیتونو او دندو د تشکیل د قانون له مخې ټاکل شوي دي، د جمهوررئيس حامد کرزي په حضور کې د لوړې مراسم پرځای کړل.
دوی سوګند یاد کړ، چې د انتخاباتي شکایتونو د غړو په توګه به خپلې ټولې ورسپارل شوې دندې په صداقت، ایماندارۍ ، استقلال او بشپړې بې طرفۍ سره د افغانستان د اساسي قانون، د ټاکنوقانون او نورو نافذه قوانینو پر اساس ترسره کوي.
د لوړې له مراسمو وروسته، جمهور رئيس د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون نويو غړو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل: تاسو نن یوه مهمه او حیاتي دنده په غاړه واخیسته. تاسې به له دې وروسته د افغان ملت تر ژورې کتنې او نظارت لاندې یاست.
جمهور رئيس کرزي زیاته کړه: تاسو په حقیقت کې د انتخاباتو له کمیسیون سره په ګډه کولی شی افغان ملت هغه هدف ته ورسوی چې هغه امن او ثبات دی.
جمهور رئيس د ځان او د افغانستان د دولت له خوا ډاډ ورکړ ويې ویل:
د انتخاباتي شکایتونو په کارونو کې به هېڅکله هم لاسوهنه ونه کړم، خو هیله لرم چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسيون خپلې چارې په صداقت او ايماندارۍ سره او له سیاسي لاسوهنې پرته د دغه هېواد په خير پرمخ یوسي.
جمهور رئيس د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون نويو غړو ته په ټينګار سره وویل چې د دغه کمېسيون د غړو ترمنځ همکاري د افغان ملت په ګټه ده.
دغه مراسم چې په ارګ کې پرځاى شول، په هغه کې د مشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلمیار او د سترې محکمې غړی بهاوالدین بها هم حضور درلودل.
په پاى کې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسيون یوه غړي، پیغمبرقل دوغن وویل، په هغه سوګند چې یاد مو کړ، هیله لرو د خدای (ج) په توفیق سره داسې کار وکړو چې حق حقدار ته ورسیږي او د هیچا حق ترپښو لاندې نشي.
ده ټینګار وکړ چې د افغانستان د ملت د آرمان له مخې د هېواد د اساسي قانون په پام کې نيولو سره به خپلې دندې په شفافه، سالمه او بې طرفه توګه ترسره کړو.
0 2 دقیقې لوستل