سیاست

د انتخاباتي اصلاحاتو د خاص کميسيون له کړنو سره د حکومت بشپړ ملاتړ

کابل / باختر د لړم  د مياشتې  ١١  :
د جمهور رييس مرستيال قانونپوه سرور دانش په هغې غونډه کې چې نن له غرمې مخکې د انتخاباتي اصلاحاتو دخاص کميسيون  له رييس او غړو سره لرله؛ ددغه کميسيون د کړنو له لومړي پړاو، د وړانديزونو له تطبيق او د دويم کاري پړاو له څيړنې او وړانديزونو سره د ملي وحدت د حکومت بشپړ ملاتړ اعلام کړ.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دجمهوررييس مرستيال د انتخاباتي نظام په اصلاح پورې په اړوندو چاروکې د انتخاباتي اصلاحاتو دخاص کميسيون  دکاري کميټو د رييس او مسوولينو  د رپوټ د اوريدوپه ترڅ کې د اړوندو دندو د ترسره کولو په لاره کې د دوى هڅې او ملاتړ وستايل او د دوى د برياليتوبونوله امله يې مبارکي وويله .
قانونپوه سرور دانش وويل:  له نيکه مرغه د کميسيون د کار د لومړي پړاو د پاى ته رسيدو په درشل کې، طرحه شوي وړانديزونه هم دعملي کيدو په حال کې دي او د ټاکنې کميټه هم ډير ژر خپل کارپيلوي.
د جمهور رييس مرستيال په انتخاباتي بهيرونوکې د شفافيت تامينول او د انتخاباتي نظام ښه والى چې څه ډول وکولاى شو د اساسي قانون حکمونه پکې تطبيق کړو؛ د انتخاباتي اصلاحاتوپه بهيرکې مهمې او اساسي موضوعګانې وبللې.
د جمهور رييس د مرستيال په خبره د ټاکنې د کميټې د کار پيل به د پارلماني انتخاباتو د ترسره کولو د نيټې اعلام ته د نږدې کيدو لپاره مهم ګام وي.
د جمهور رييس مرستيال د کميسيون د کار د لومړي پړاو پاى ته رسيدل يو اصلي ګام وباله خو ويې ويل چې په دويم پړاو کې هم له مهمو موضوعګانوسره هم سر او کار لرو چې هيله ده کميسيون  د هېواد له شرايطو سره متناسبه طرحه برابره کړي .
په دې غونډه کې د انتخاباتي اصلاحاتو د خاص کميسيون رييس او غړو په بېلابېلو برخو په تيره بيا د انتخاباتي نظام د اصلاح او د هېواد له شرايطو سره د متناسبو نظامونو په څيړنه کې ددغه کميسيون دکړو وړو رپوټ وړاندې کړ او ويې ويل: د رايو ورکولو د حوزو څرنګوالى، انتخاباتي شفافيت او د سرغړونې او جرمونو تفکيک، د جزايي او تاديبي مويداتو بشړول، د انتخاباتو لګښتونه، له هېواد څخه بهر د افغان مهاجرينو د رايو د حق تسجيل او له تکنالوجۍ څخه د استفادې څرنګوالى د هغو موضوعګانو له جملې څخه دي چې د کميسيون تر کار لاندې دي.
د دغه کميسيون رييس وويل: ټاکل شوې ده چې د روان کال د تلې دمياشتې تر ١٥نيټې پورې د کار د دويم پړاو وروستۍ طرحه د کميسيون د غړو ترمنځ بشپړه شي او په دې برخه کې د ملي وحدت د حکومت له مشرتابه هيئت سره هم سلا مشوره وشي .
د دغه کميسيون د کاري کميټو مسوولينو هم د انتخاباتي نظام د څرنګوالي د برخې په ګډون په اړوندو برخوکې چې ټاکل شوې ده وړانديز وکړي، دجمهوررييس مرستيال ته رپوټ وړاندې کړ او د څو اړخيز نمايندګي د انتخاباتي نظام او د موازي انتخاباتي نظام په نامه  د دوو انتخاباتي نظامونو په باب له بېلابېلو اړخونو څخه څرګندونې وکړې.
د دغې غونډې په پاى کې د جمهور رييس مرستيال څرګنده کړه چې دجمهوري رياست د انتخاباتو څرنګوالى، د اکثريتي يا تناسبي انتخاباتي نظام په چوکاټ کې د پيشنهادي نظام تعريف، د پيشنهادي نظام د ښيګڼو زيات توضيحات، د پخواني نظام عيبونه، د رايو ورکولو او د رايو د شميرنې د آسانتياوو تامينول، د لږکيو انديښنې ته ځواب ورکول، د رايو ورکولو په بهير د خلکو عامه برلاسى په تېره بيا په انتخاباتوکې د وګړو د شمېر د تناسب د تامينولو په باب د اساسي قانون حکم ته زيان نه رسيدل؛ هغه موارد دي چې کميسيون دې بايد په هغه طرحه او پيشنهادکې چې وړاندې کوي؛ د جدي پاملرنې وړ وګرځوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته