کابل باختر د زمري اتلسمه :
د انتخاباتو خپلواک کمېسيون نن اعلام وکړ چې؛ په پارلماني انتخاباتو کې د راى ورکوونکو لپاره له بايو متريک څخه کار اخېستل ممکن نه دي، ځکه د ولسي جرګې د انتخاباتو ترسره کولو ته له اويا څخه کمې شپې ورځې پاتې دي .
د باختراژانس د خبرله مخې :د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون غړى او وياند سيد حفيظ الله هاشمي ټينګار کوي چې کمېسيون په تکنالوژى باور لري، خو د پارلماني انتخاباتو ترسره کولو ته له اويا څخه کمې شپې ورځې پاتې دي او په دې موده کې له بايومتريک څخه کار اخېستل ناشونى کار دى.
خو دجمهوري رياست په انتخاباتو کې به د راى ورکوونکو د بايو متريک په تثبيتولو سره کار واخېستل شي .
ده زياته کړه، د انتخاباتو خپلواک کمېسيون ډاډ ورکوي چې د استازو د مجلس د انتخاباتو د روڼتيا لپاره به له بېلابېلو چلندونو څخه کار واخلي او له سياسي ګوندونو او خلکو څخه غواړي چې؛ د انتخاباتود ترسره کولو د روڼتيا لپاره د انتخاباتو د بهير له څارنې سره مرسته وکړي .
دا په داسې حال کې ده چې؛ ځينو سياسي ګوندونو او جريانونو خبر دارى ورکړى دى، که چيرې راى ورکوونکي د استازو د مجلس د انتخاباتو په ورځ په بايومتريک سره تثبيت نه شي د انتخاباتو پايله به ونه مني .
دغه کمېسيون دغه راز د انتخاباتي شکايتونو له خپلواک کمېسيون څخه وغوښتل چې په ډير لنډ ممکن وخت کې دې د هغو نوماندانو نومونه چې له فهرست څخه حذف شوي دي دغه کمېسيون ته ولېږي څو د انتخاباتو بهير له ځنډ ، ځنډ او ډپ سره مخامخ نه شي .
د حکومت د انتخاباتو دکمېسيون او د يوشمېر سياسي ګوندونو د درې اړخيزو ګډو غونډو لړۍ د جمهور رېيس د دويم مرستيال په واسطه د اوو فقرو په جمع بندۍ سره د دوشنبې په ورځ پاى ته ورسېده .
دغه غونډې له هغه وروسته پيل شوې چې په هېواد کې ځينو مطرحو سياسي ګوندونو په وار وار د انتخاباتو د سيستم د بدلون غوښتنه کړې ده .
د جمعيت اسلامي ګوند ، حزب اسلامي ، د حراست او ثبات شورا ، د اسلامي غورځنګ ګوند ، د اسلامي وحدت ګوند او د ملي محاذ ګوند د دغو بدلونونو غوښتنه کړې ده .
خو د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو دبنسټ ( فيفا ) اجرايي رېيس يوسف رشيد که څه هم په راروانو انتخاباتو کې د بايو متريک له سيستم څخه کار اخېستل يو معقول کار بولي، خو له تخنيکي مالي او ظرفيتي پلوه دا کار وخت غوښتونکى بولي .
د ده د څرګندونوله مخې، که چېرې په بيړې سره له دغه سيستم څخه کار واخېستل شي ناوړه عواقب به ولري .
د انتخاباتو خپلواک کمېسيون وايي: د جمهوري رياست په انتخاباتو کې به د بايو متريک څخه د کار اخېستلو زمينه برابره شي،خو ګوندونه د استازو د مجلس په انتخاباتو کې له دغې تکنالوژي څخه په کار اخېستلو باندې ټينګار کوي .
ختم_ ف _ اکرم
0 2 دقیقې لوستل