اقتصاد

د انتخاباتو د نتيجو د اعلام ځنډيدل اوپه هېوادکې اقتصادي رکود

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ١٥ :
پانګې تښتي، پانګونې کمښت مومي، د دولت عوايد په سلوکي پنځه ويشتو ته رسيدلي دي او د وزګارتياکچه د هرې ورځې په تيريدو سره زياتوالى مومي، ددغو ټولو اقتصادي ناخوالو دليل د انتخاباتو  اوږديدل دي .
د افغانستان د ماليې وزير ډاکتر عمر زاخيلوال  هم  د صادراتو او وارداتو  دچارو نه سمون په هېوادکې دانتخاباتو اوږديدل او جنجالي کيدل بولي او وايي، مرستندويو هېوادونو نږدې هغه پنځه سوه مليونه ډالره  چې بايد په روان کال کې افغانستان ته ور کړى واى ،  تراوسه پورې نه دي ورکړي .
دماليې وزير زياتوي: مرستې  هغو وروستيو نتيجو ته سترګې په لاره دي چې دانتخاباتو دنتيجو له اعلامولو وروسته او دنوي جمهوررييس  له انتخاب وروسته به ترسره شي .
دماليې وزارت ويندوى عبدالقادرجيلاني هم دجمهوري رياست انتخابات اوږديدل او دويم پړاو  ته دهغو غځيدل  دهېواد په اقتصاد   اغيزمن بولي  او وايي:  په هيواد کې دپانګې اچونې حالت  ګډوډ شوى دى، د ګمرکاتو عوايد هم چې ددولت يوه مالي  سرچينه ده؛  سخت  ټيټ شوي دي .
دويندوى دڅرګندونوله مخې: دماليې وزارت نيت درلود چې په روان کال کې له ګمرکاتو څخه  ددولت  په سلو کې نږدې پنځوس  عوايد ترلاسه  کړي  خو دغه شمير  په سلو کې پنځه ويشتو ته کمښت موندلى دى.
دجيلاني دڅرګندونوله مخې: ټاکل شوې وه دماليې وزارت په روان کال کې  ٢٧٥مليارده افغانۍ  عوايد راټول کړي؛  خو تراوسه پورې يې يوازې   ٢٢مليارده افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي چې ټول عوامل يې په هېوادکې دانتخاباتو په اوږدوالي پورې اړه پيداکوي .
مينه شيرزاد چې يو وخت  د فعالو ‌ښځو په برخه کې  په تجارتي مسئلو بوخته وه؛ له باخترآژانس سره په ټيلفوني اړيکه کې وويل چې د تاريخ په اوږدوکې اقتصاد سياست له پلوه زيانمن دى .
دې زياته کړه: د هېواد سياسي حالاتو اقتصادي ثبات ګډوډ کړى دى او موږ هره ورځ  له هېواد څخه دپانګې د تيښتې اوپه هيواد کې  زموږ دهېوادوالو د وزګارتيا دکچې دلوړوالي شاهدان يو.
شيرزاد د چارو له مسوولينو  او دجمهوري رياست  له نوماندانو څخه وغوښتل چې ډير ژر دې د غبرګولي دمياشتې د٢٤نيټې انتخاباتو  له امله رامنځته شوې مسئلې او ستونزې حل کړي چې په بازار کې اقتصادي نظم او تجارتي راکړه ورکړه  تامين شي او پانګوال په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته وهڅول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته