۱۰۰ ورځې

د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى: په سلوکې پنځه څلويښت راى پاڼې پلټلې شوې دي

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٦
د راى پاڼو د صندوقونو د پلټنې د بهير له پيل څخه تراوسه پورې د راى پاڼو لس زره دوه سوه يو ديرش صندوقونه پلټل شوي دي .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى نورمحمدنور نن په يوه خبري غونډه کې وويل: دغه شمېر چې د جمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو په سلوکې پنځه څلويښت راى پاڼې بيا پلټلې شوې دي .
ده زياته کړه چې د راى پاڼو د بيا پلټنې او د راى پاڼو د شپږ زره صندوقونو خاصه پلټنه او شمېرنه  د انتخاباتي ټيمونه د استازو او د ملي او نړيوالو کتوونکو له خوا په عادي ډول دوام لري.
ده څرګنده کړه: د ملګرو ملتو د سازمان هغه ٩٣ تنه کارکوونکي چې په نظارتي ټيمونو زيات شوي دي؛ په تخنيکي برخه کې خپل کار پرمخ بيايي.
د نور دڅرګندونو له مخې: د راى پاڼو د صندوقونو د بياپلټنې بهير د ملګرو ملتو د سازمان ترجدي څارنې لاندې دوام لري.
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ويندوى زياته کړه: د راى پاڼو د راټولو او د تقلبي راى پاڼو د باطلولو بهير به په علني ډولت پرمخ بوتلل شي.
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د مسوولينو دڅرګندونو له مخې: دملګرو ملتو د سازمان دکتوونکو له خوا د راى پاڼو د شميرنې د خاصې پلټنې بهير به شپږ ورځې دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته