د انتخاباتو د خپلواک کميسيون اعلاميه

 

ټولو محترمو سياسي، ټولنيزو او رسانه يي مرکزونوته !

د انتخاباتو خپلواک کميسيون د جمهوري رياست اودولايتي شوراګانو دانتخاباتو د ترسره کولو لپاره د تياري د نيولو په لاره کې چې ټاکل شوې ده د ١٣٩٣ کال د وري د مياشتې په ١٦نيټه ترسره  شي؛ ژمن دى چې خپلې ټولې هلې ځلې په شفاف او پراخ ډول ددغه بهير د ترسره کولو لپاره وکاروي. له ترديد پرته دملي اونړيوالو مرکزونو، دافغانستان داسلامي  جمهوريت سياسي اومدني اورسانه يي مرکزونو او د افغانستان د پتمنو خلکو په ګډون، د ټولو اړوندو اړخونو مشارکت حتمي بلل کيږي.

د انتخاباتو خپلواک کميسيون دانتخاباتو دزماني مهال ويش له مخې هوډمن دى چې د روان کال د غبرګولي د مياشتي په پنځمه نيټه دجمهوري رياست  او د ولايتي شوراګانو د راتلوونکو انتخاباتو لپاره د نوم ليکنې بهير په رسمي ډول دهيواد د ولايتونو په کچه پيل کړي.

څرنګه چې د بېلابېلو انتخاباتي پړاونو د بهير څارنه او رپوټ برابرول يو منل شوى معيار دى؛ کميسيون ځان مکلف بولي چې په همدې مقصد په دې بهيرکې د کتوونکو، څارونکو او رسانه يي مرکزونو د استازوګډون په لاره کې لازمې اسانتياوې برابرې کړي .

د انتخاباتوکميسيون په دې وسيله له ټولو سياسي، ټولنيزو او رسانه يي مرکزونو څخه  چې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې د بهير او نورو انتخاباتي بهيرونو د څارنې، کتنې او رپوټ له برابرولو سره علاقمندي ولري؛ غوښتنه کوي چې خپل رسمي غوښتن ليکونه دې د باور ليک د ترلاسه کولو په مقصد د روان کال  د اعلاميې د خپريدوله نيټې څخه په مرکزکې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د دارالانشا د بهرنيو اړيکورياست ته او په ولايتونوکې د انتخاباتو د خپلواک  کميسيون  ولايتي دفترونو ته واستوي چې د قانوني پړاونو له بشپړولو وروسته په دې باب لازم اجراات ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته