د انتخاباتو د امنيت د تامينولو لپاره دکورنيو چارو وزارت تيارى

کابل باختر دوري دمياشتې ١٥ نيټه  :
د کورنيو چارو وزير د پوليسو ټولو قوماندانانو ته لارښوونه  وکړه چې د انتخاباتو د امنيت د تامينولو په خاطر دې زيات امنيتي تدبيرونه ترلاس لاندې ونيسي .
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ، دکورنيو  چارو وزير ويس احمد برمک پرون په يوه امنيتي غونډه کې د انتخاباتو  دامنيت په  تامينولو کې ، د نصرت د امنيتي پلان د تطبيق ، د کابل ښار د امنيت د تامينولو، په کابل ښارکې د سازمان موندلو ډلو د پيژندنې او نيولو  او د هېواد په ولايتونو کې د پوليسو ځواکونو ته د وسلو او د لوژستيکي بشپړولو اوسمبالښت په ګډون د بېلابېلو مواردو په باب مسوولينو ته  لارښوونې وکړې.
په دې غونډه کې  پريکړه وشوه چې  د پارلماني انتخاباتو او د ولسواليو د شوراګانو د انتخاباتو د امنيت دتامينولو په لاره کې لازم تدبيرونه ونيسي څو د افغانستان ټولو خلکوته په انتخاباتو کې  دګډون زمينه برابره شي.
ده  دنصرت په نامه  دګډ امنيتي پلان  په تطبيق باندې چې يوه مهمه برخه يې  د انتخاباتو د امنيت په تامينولو پورې اړه لري  ټينګار وکړ او ويې ويل ؛ له امنيتي  اودفاعي ځواکونو سره په ګډو هلو ځلو کې د نصرت د پلان په تطبيق سره به زموږ خلک د هېواد په  کچه دمثبت امنيتي بدلونونو شاهدان و اوسي.
دکورنيو چارو وزير ،د کابل ښار په سياسي اواقتصادي لحاظ  مهم وباله او دکابل   د  ١٠١ آسمايي زون قوماندان او د پوليسو نورو  جګپوړو چارواکو ته يې لارښوونه وکړه چې   د دښمن د تحرکاتو د مخنيوي او د سازماني بانډونو د پيژندنې اونيولو په لاره کې او دغه راز د قانون ماتوونکو په وړاندې جدي او عملي اقدامات ترلاس لاندې ونيسي . پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته