خبرونهTOPورزشتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د امیر المومنین حکومت؛ کریکټ بورډ کې څه روان دي

کابل، د لېندۍ ۳۰ مه، باختر

تبصره:

د کریکټ بورډ پخواني مشر نسیم دانش له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په تازه مرکه کې، چې پرون بېګاه خپره شوه، اقرار وکړ چې د تېر حکومت پر مهال کریکټ بورډ کې پراخې او ژورې ستونزې موجودې وې، چې افغانستان کې یې د کریکټ د پرمختګ مخه د پام وړ نیولې وه.

نوموړی وایي، چې اوس مهال د کریکټ د پرمختګ راز  په کریکټ بورډ کې د حکومت د مداخلې نشتون او د فساد مخنیوی دی.

نو تحلیل دا دی، چې فساد سره د اسلامي امارت د مبارزې رنګ ورو ورو جوتېږي او ښه مثال یې د هېواد د کریکټ بورډ اداره ده، چې ورځ تر بلې په کې د پام وړ پرمختګونه را څرګندېږي، حق حقدار ته رسېږي او وړ لوبغاړي د لوبو لپاره ټاکل کیږي.

کریکټ بورډ کې د فساد مخنیوی د دغې لوبې په نورو برخو هم اغېزې شیندي، افغانستان ته په دغې برخه کې د نړیوالې شورا پام زیاتیږي او ممکنه ده، چې په څو محدودو کلونو کې د معیاري پرمختللو نړیوالو لوبغالو او دلته د نړیوالو لوبو شاهدان ووسو.

بل دا چې د کریکټ نړیوالې شورا یو شرط همدا دی، چې حکومتي چارواکي به د خپل هېواد د کریکټ په چارو کې مداخله نه کوي، هغه څه چې اسلامي امارت درک کړي دي او دغه شرط ته ژمن دی.

هو! اسلامي امارت فساد سره مبارزه کې جدي دی او نه پرېږدي، چې هېواد یو ځل بیا په دغې ناروغۍ اخته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته