کابل / د وري ۱۹مه / باختر
د اميرعلي شېرنوايي افکارو ته د نوې کتنې نړيوال سمينار علمي برخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير او د کورنيو او بهرنيو پوهانو په ګډون پيل شوه.
له هرات ښار څخه د باختر اطلاعاتي آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په پيل کې د اميرعلي شېرنوايي افکارو ته د نوې کتنې نړيوال سمينار د جوړولو کمېسيون د علمي کمېټې رييس عزيز ارال د دغې کمېټې کاري رپوټ وړاندې کړ او ويې ويل چې د دغه سمينار په مناسبت څه ناڅه ۵۰ علمي مقالې کمېسيون ته استول شوې وې چې د علمي معيارونو له په پام کې نيولو سره په يوه ځانګړې ټولګه کې چاپ شوې دي.
هغه په ازبکستان کې د اميرعلي شېرنوايي د “خمسه” د چاپولو يادونه هم وکړه او ويې ويل چې ډېر ژر به کابل ته واستول شي او د افغانستان پوهنتونونو او نورو علمي بنسټونو ته به ورکړل شي.
ارال د افغانستان اسلامي جمهوريت له جمهوررييس محمد اشرف غني څخه د دغه سمينار جوړولو ته د ځانګړې پاملرنې او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست محمد طاهر زهير څخه د کمېسيون د کار د رهبرۍ او مديريت او په پرتمين ډول د اميرعلي شېرنوايي افکارو ته د نوې کتنې نړيوال سمينار په جوړولو کې د هر اړخيزې همکاري په خاطر مننه وکړه.
وروسته د سمينار د علمي کمېټې غړي په خپلو ځايونو کې کېناستل او کورنيو او بهرنيو پوهانو د خپلو علمي مقالو په لوستلو پيل وکړ.
ټاکل شوې ده د اميرعلي شېرنوايي افکارو ته د نوې کتنې نړيوال سمينار په علمي برخه کې نن ۲۰ مقالې ولوستل شي.
ختم- ج – ا
1 1 دقیقه لوستل