کابل باختر دوږي ديرشمه :
په کابل کې د فوټبال د الف ګروپ سيالي نن مازيګر د اميد افغان او د سالار د ځوانانو د ټيمونو په لوبې سره دوام مومي .
د کابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په کابل کې د فوټبال د الف ګروپ سيالۍ د ځوارلسو ټيمونوپه ګډون په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې هره ورځ دوام کوي.
په پرونۍ لوبه کې د ستاره آزادي او د متحد افغان ټيمونو لوبه له ګول پرته برابره پاى ته ورسوله
د قيومي د څرګندونوله مخې: تر اوسه پورې د حبيبيانا ټيم د دوه ويشتو امتيازونو په لرلو سره د جدول په سرکې ځاى لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ