امنیت

د امونيم نايتريت ترلاسه کول

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٣٠ :
١٥٠٠ کيلوګرامه امونيم نايتريت ډوله  چاوديدونکي توکي په لوګرولايت کې کشف اوضبط کړاى شول .
دغه توکي پرون  دلوګر ولايت دملي امنيت دموظفينو له خوا  دپل علم ښار په مربوطاتو کې دځانګړو عملياتو په بهيرکې  کشف شول.
دلوګر ولايت دملي امنيت درياست يو مسوول خبرځاى دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛  ١٥٠٠ کيلوګرامه امونيم نايتريت  په   ٣٠ بوريو  کې ځاى پرځاى کړاى شوي و او ټاکل شوې وه چې دهينو ډوله موټر په واسطه له بره کي برک ولسوالۍ  څخه کابل ته وليږدول شي.
ويل کيږي چې دقضيې په اړوند موټرچلوونکى او همکار يې دپوليسو له خوا نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته