د امنیت شورا په مباحثه کې د افغانستان د حالاتو په اړه د افغانستان داسلامي جمهوریت د بهرنیو دچارو وزیر جلالتمآب ډاکټر زلمی رسول وینا

کابل باختر دتلې ٢مه
د امنیت شورا په مباحثه کې د افغانستان د حالاتو په اړه د افغانستان داسلامي جمهوریت د بهرنیو دچارو وزیر جلالتمآب ډاکټر زلمی رسول وینا
۱۳۹۱ لمریز کال د وږی ۳۰ مه
نیویارک
ښاغلې مشر،
په حقیقت کې د افغانستان د سولی او بریالیتوب د لاری په دی حساسه موقع کی ماته د خوښۍ ځای دي  چې نن ورځ د امنیت شورا د غړیو په منځ کې یم. د سپټمبر په میاشت کی د امنیت شورا د مشرتوب په غاړه اخیستلو له امله تاسو ته مبارکی وایم او په شورا کې د خپلې مودی په لړ کې د افغانستان له جاری ملاتړ او مرستې څخه جرمنی هیواد ته خپله قدردانی وړاندی کوم. اجازه راکړی چې خپل خوږ ملګری او همکار د سر منشی ځانګړی استازي جان کوبش ته ګرم هرکلی ووایم. مونږ د هغه څخه د سر منشی د هراړخیز راپور په واضحه ټکو د وړاندی کولو له امله مننه کوو.
ښاغلې مشر،
مونږ په یو مهم وخت کې سره را ټول شوی یو، یو داسی وخت چیرته چې افغانستان په پوره باور سره د یو خوځنده، په ځان بسیا او خپلواکه ملت په توګه لیږد ترسره کوي؛ یو داسی ملت چی په زیاتیدونکې توګه د خپل سرنوشت ټول مسوولیت په غاړه اخلي. افغان ولس د تاوتریخوالي او جنګ څخه د پاک راتلونکې هیلې هڅولې ده. او له تاسې څخه زمونږ سره په ګډه،د دغو هڅو په لور د مهم پرمختګ د جاري ساتلو له امله مننه کووو.لکه څرنګه چی مونږ او تاسې سره ناست یو، افغانستان په بشپړه توګه د امنیت مسوولیت په غاړه اخیستلو نیمه لار تیره کړی ده. د می په میاشت کې د امنیت لیږد د دریم پړاو په پیلولو سره به  د نومبر د میاشی تر پایه پوری د هیواد ۷۵ سلنه خاوره د افغان امنیتي مسوولیت لاندې راشي. د ۲۰۱۳ کال تر پایه پورې په بشپړه توګه د امنیت لیږد په اړه زمونږ د پرمختګ لړۍ روانه ده. افغان پوځ او پولیس د هیواد د امنیتي اړتیاوو په اړه، څومره چی دوی ورځ په ورځ زیات مسوولیت په غاړه اخلي، زیاته وړتیا او مؤثریت ښیي.دا ویل به بیځایه نه وی چی د افغان امنیتي ځواکونو پایښت په نه بیلدونکې توګه د نړیوالې ټولنې اوږد مهاله مرستو پورې تړاو لري. په دی وروستیو کې د شیکاګو غونډې پایله زمونږ د نړیوالو همکارانو لخوا د افغان ملي امنیتي ځواکونو د ملاتړ په اړه دکلکو ژمنو په څرګند ډول ښودنه کوي. مونږ همداراز د ناټو د هغې پریکړې چی دوی به یو نوی " روزنيز، مشورتي او مرستې" رول منځته راوړي هرکلی کوو، کوم به چې سر د ۲۰۱۴ کال څخه د تنفیذ وړ وي او د خپلو اړوندو همکارانو سره د نوی ماموریت د ساحی او اختیار په اړه هیله مند یو. 
ښاغلې مشر،
افغان ولس د نړیوالې ټولنې د هغه ډاډ څخه چی دوی به  د سولې او سوکالۍ په راوستو کې د لیږد په بهیر او بدلون په لسیزه کې (۲۰۱۵-۲۰۲۴)  له افغانانو سره مرسته کوي تشویق شوي. په دی اړه، تیر کال په بن کنفرانس، په تیره می میاشت کې د ناټو په غونډه، او په دی وروستیو کې په جولای میاشت کې په ټوکیو کنفرانس کې شوی ژمنې د اوږد مهاله بریالیتوب لپاره مهمې دي.ټوکیو کنفرانس د افغانستان او نړیوالو ملګرو ترمنځ د نویو اړیکو پیل په ګوته کړ؛ داسې اړیکې چی بنسټ به یې پایله لرونکې همکاري وي، او د " د دوه اړخیزې ځواب وینې چوكاټ" كې به ترسره کیږي. مونږ هیله مند یو چې نړیواله ټولنه به هغه ژمنې چې دوی به خپلې مرستې زمونږ د اصلي بودیجې له لاری لګوي پوره کړي، او همداراز به خپلې مرستې د افغان ملي لومړیتوب پرواګرامونو سره سمې لګوي. فساد پر وړاندې مبارزه،حکومتوالي پیاوړی کول، او د قانون د ټینګښت پیاوړی کول زمونږ په مهمو لومړیتوبونو کې ځای لري. د روان کال د جولای په میاشت کې ولسمشر کرزی له لوري فرمان د فساد پر وړاندې د مبارزې په هڅو کې یو مهم ګام ګڼل کیږي او دغه فرمان به د حکومت د ټولو وزارتونو، ادارو او ریاستونو له لارې د بشپړې حساب ورکونې او رڼښت په لور په واضحه او زماني محدودې د تدبیرونو په واسطه پلی کیږي.ښاغلې مشر،افغانستان د هغه فعاله رول له امله چې په ګاونډ او نړیوالې ټولنه کې یې لوبوي خپل مشروع ځای په سیمه او نړۍ لاسته راوړې ده. زمونږ څو اړخیز تړونونه او ستراتیژیکې همکارۍ د افغانستان او زمونږ د نړیوالو همکارانو ترمنځ اوږد مهاله ژمنې په برکې نیسي.  هغه همکارۍ چې مونږ په ګاونډ او نړیواله کچه منځته راوړی دي د افغانستان د ځوانې ولسواکۍ د تاریخي لاسته راوړنو د ساتنې او د هیواد د راتلونکی سولې او ټیکاو د خوندی کولو په موخه اړینی دي. تر اوسه پوری مونږ د امریکا متحد ایالاتو، هند، چین، آلمان، فرانسی، ایټالیې، بریتانیې او آسټرالیا سره ستراتیژیکه، اوږد مهاله همکاریو تړونونه بشپړکړیدي. مونږ دغو همکاریو ته په ګډه سره د شریک دښمن تروریزم او افراط پالنې په وړاندې د مبارزې او د ملي ملکیت د بشپړولو د ملاتړ له لارې راتلونکې سولې او ټیکاو پخاطر مهم ګڼو. 
ښاغلې مشر،
څرنګه چې مونږ خپل لیږد ته د بی باکه ګامونو په پورته کولو سره  ادامه  ورکوو ترڅو افغان ملي حاکمیت او ملکیت غښتلی کړو، افغان دښمنه کړۍ خپلې ناوړه هڅې روانې ساتي ترڅو د روښانه راتلونکی په لور زمونږ پرمختک ټکنې کړي. تروریستي بریدونو د هیواد په ډیرې سیمو کې په زیاتېدونکې توګه افغان کورنیو او بیګناه افغان ښځو، نرانو او کوچنیانو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي دي، او په با امنه توګه د خپل ژوند تیرولو په وړاندی یې دوی ته ظالمانه او خواشینونکې خنډونه جوړ کړي. بی له شکه،  په افغانستان کې په پرله پسې توګه د تاوتریخوالي د اپت لامل د تروریستانو جاري نظامي، مالي او ایدیالوژیکې مرسته ده او زمونږ د پولې څخه بهر د دوی امن ځایونه او پټن ځایونه دي.
ښاغلې مشر،
لکه څرنګه چی د تروریزم پر وړاندې مبارزه جاري ده، د سیاسي او امنیتي لیږد څو راتلونکې کلونه د افغانستان د یو باثباته راتلونکې لپاره مهم دي. مونږ زیار باسو چی د سولې او روغې جوړوې د لاس لاندی نیولو شوی هڅې ګټورې پایلې ولري. زمونږ ټول شموله د سولې او روغې جوړې بهیر په دی لټه کې ده چې ټولو افغانانو ترمنځ باور او اعتماد جوړ شي. مونږ پریکړه کړی، چې د مسلح اپوزیسیون هغه عناصر چی غواړي تاوتریخوالې وغندي، تروریستي ډلو سره اړیکې پری کړي او د افغانستان اساسي قانون ومني، ټولنې ته بیرته راوګرځو. د سولی عالي شورا سولې او روغې جوړې ته د رسیدګۍ په موخه خپلې هڅې ګړندې کړیدي. نړیواله ټولنه او زمونږ سیمه په دی کې مهم رول لوبوي. دغه بهیر ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا رول سخت ضروری ده. مونږ د امنیت شورا څخه د روغې جوړې په اړه زمونږ د هڅو، د هغو کسانو د نومونو د لست څخه د حذفولو په اړه چې مونږ ورته وړاندی کړې وو، د ملاتړ له امله مننه کووو. مونږ هیله کوو چی په طالبانو باندې د بندیزونو کمیټې نوی اختیاراتو کې به اړوند اصلاحات شامل وي، ترڅو د افغانانو په ملکیت او افغانانو په مشرۍ د سولې او روغې جوړې بهیر اهمیت وپيژندل شي، پدی موخه چې د بندیزونو رژیم زیات ځواب ویونکې او انعطاف پذیره شي او په لا زیات مؤثره، مثبت لار ترینه کار واخیستل شي ترڅو هغه کسان، چې غواړی له دغه بهیر سره یوځای شي، وهڅول شي. نو، مونږ د امنیت شورا د غړیو سره له نږدې کار کولو ته هیله مند یو ترڅو دغه قرار داد داسې تعدیل شي چی افغان سولې بهیر لا زیات ګټور او ګړندې کړي.
ښاغلی مشر،
په افغانستان کې تاوتریخوالي زمونږ د خلکو پر امنیت او هوساینه باندې ډېره سخته اغېزه کړئ. د ملکې خلکو د مرګ ژوبلې ډېریدونکې شمېر په اړه، چې یو زیات شمېر یې د طالبانو او نورو وېراچوونکو ډلو له خوا تر سره کېږي، مونږ خپل ژوره اندېښنه څرګندوو. په عین حال کې، د بېګناه خلکو وژنه او خلکو ته ضرر رسول د ناټو په عملیاتو کې هم تر سره کېږي. حتی د یو کس ژوند له لاسه ورکول هم، د ډېرو کسانو د وژنې په معنی ده. مونږ یو ځل بیا د ملکې خلکو د ساتنې په اړه د اړتیا وړ لازمو ګامونو پر پلي کولو باندې، ټینګار کوو. ښاغلی مشر،د افغانستان د ټیکاو او امنیت لویې ننګونې، لکه وېراچونه، افراط پالنه او مخدره توکې د نړی او سیمي ګډې ستونزي دي. زمونږ ګډ ګواښونه تعاوني حل لارو ته اړتیا لري. مونږ د سیمي هېوادونو او نورو ملګرو سره دې ګواښونو ته د یو هر اړخیز ځواب ورکولو لپاره په ګډه کار کوو. د استانبول بهیر چې د تېر کال د نوامبر په میاشت کې تر سره شو، اوس د چټکتیا په حال کې ده. دا بهیر  د بهرنیو وزیرانو په کچه د آسیا- زړه په کنفرانس کې چې د جون په میاشت کې په کابل تر سره شو، د مهمو اعتماد جوړونې ګامونو ته په لومړيتوب ورکولو سره، لا جوړښت پیدا کړ. مونږ سترګې په لار یو، چې له خپل د آسیا-زړه هېوادونو ملګرو سره د یوې اونۍ څخه په لږ وخت کې د لوړپوړو چارواکو په غونډه کې چې په دې ښار کې ترسره کېږي، یو ځای شو.
ښاغلی مشر،
ماته اجازه راکړۍ تر څو د خپل د دولت او افغان خلکو یو ژور او مهم اندېښنې ته اشاره وکړم. د افغانستان ختیځ ولایت، کنړ باندې د دیورند د کرښې څخه هاخوا راکټي بریدونه،  د افغانانو بې سابقه قهر او نا امیدۍ یې د ټولنې د ټولو طبقاتو په منځ کې را پارولي دي. مونږ یو ځل بیا داسې کړونو ته، چې په لسګونه افغانان، چې ډېری یې ملکې خلک دي وژني او ټپي کوي؛ د ژر او بشپړ پای ته رسېدلو غوښتونکې یو.  مونږ د پاکستان دولت سره په نږدۍ توګه په اړیکه کې یو، تر څو دا موضوع په جامع او قاطع ډول حل کړي. د داسې حملو د پای ته رسولو ناکامي، د افغانستان او پاکستان دوه اړخیزې اړیکې به په خطر کې واچوي او زمونږ د دواړو هېوادونو او په سیمې کې د سولې، امنیت او اقتصادې ودې لپاره د لازمو دوه اړخیزو همکاریو باندې به بالقوه منفي پایلې ولري. افغانستان پاکستان سره، یو ګاونډی چې تاریخي، کلتوري او دودیزې اړیکې ورسره لري، د نږدۍ او مثمرو اړیکو غوښتونکی دی. همداسې چې مونږ کار کوو تر څو د خپل د لارې ننګونو سره مقابله وکړو، اجازه راکړئ چې خپل د تاریخي، تحولي بریالیتوبونو لید؛ چې تر اوسه ترسره شوي دي، له لاسه ورنکړو. د ټولنیز او اقتصادي پراختیا په برخو کې د پام وړ پرمختګونه د لیدلو وړ دي. په ملیونونو زده کوونکې، هلکان او نجوني، نارینه او ښځینه په لمړني او عالي تحصیلاتو باندې بوختې دي. اکثریته افغانان اوس د روغتیا لمړني خدمتونو ته لاس رسی لري. او افغانان  په ډېریدونکې توګه، په دیموکراتیک بهیرونو کې ونډه اخلي او د خپل حقونو څخه په ګټې اخیستنې سره خپل راتلونکې جوړوي. په داسې حال کې چې مونږ داسې بدلونونه د وروستۍ لسیزې په بهیر کې لیدلي دي، مونږ کولی شو وویاړو چې نن هم ابتکارونه روانې دي. څرنګه، چې د نړیوالې ټولنې په مرسته پرمختیاوې په ډېریدونکې ډول افغان-محوره او د افغانانو تر رهبرۍ لاندې تر سره کېږي. دا ځانګړنه، د دوامدار پرمختیاوو هڅو او د افغانستان سره د مرستې لپاره تر څو خپل بشپړ توان و پیژني، ډېر مهم دی.
ښاغلی مشر،
په راتلونکې ژر رسیدونکې ولسمشرۍ ټاکنو کې، مونږ د یو روڼ ټاکنیز بهیر، چې د هر ډول بهرني لاسوهنې څخه په امن کې وي، داډ ورکولو ته په بشپړه توګه ژمن یو.له درې لسیزو تاوتریخوالو وروسته، مونږ د افغانستان په بیا رغونې او پیاوړي کولو سره مخ پر وړاندې ځو. افغانان زمونږ د حاکمیت مهمې ځانګړنې، پیژني. مونږ هوډ لرو، چې سرتاسري ملي حاکمیت زمونږ د هېواد د لاسه ورکړ شوي سولې او امنیت په بېرته راوستلو کې به یوه موثره لاره وي.د خپل د خبرو له جمع بندۍ څخه مخکې، اجازه راکړئ تر څو د افغان دولت کلکه غندنه د وروستۍ را پاروونکې احمقانه کړنو په هکله، چې اسلام او حضرت محمد (ص) ته پکې سپکاوی شوی وو، وړاندې کړم. په داسې حال کې چې د داسې سپکاویو پر وړاندې د خپل مسلمان ورونو سوله ایز لاریونونو حق تاییدوو، خو داسې لاریونونه چې تاوتریخوالی رامنځته کړي او په ځانګړي توګه د ديپلوماتیکو استازو پر وړاندې چې د نړی په هر ګوډ کې وي، غندو. د افغانستان د راتلونکې بریا کنجي، په دواړو، د لېږد او بدلون لسیزو کې همکاري ده. د نړیوالې ټولنې سره اعتماد جوړونه د امنیت او هوساینې لپاره زمونږ د لارې بنسټ جوړوي. مونږ خوښ یو چې د امنیت شورا وضعیت له نږدۍ څخه تعقیبوي او موږ د هغوی له ملاتړ څخه منندوی یو. او همدارنګه موږ د ملګرو ملتونو له ملاتړ څخه، د افغانستان د حاکمیت د مقتضیاتو څخه د یوناما د تعهد د تجدید په ګډون، مننه کوو.  اوږد مهال همکارۍ او مشارکت سره موږ داډمن یو، چې کولی شو یو لا سوله ایز او با ثباته افغانستان جوړ کړو. ډېره زیاته مننه، ښاغلی رییس! 
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته