کابل باختردکب دمياشتې پنځلسمه
د امنيتي ځواکونو هر سنګر د خدمت ډګر دی
دغه څرګندونې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي یو شمیر امنیتي پوستو څخه دکتنې پرمهال وکړې.
د لغمان والي د امنیتي ځواکونو له سنګرونو او پوستو څخه د کتنې پر مهال د وسله والو مخالفینو وروستیو مرګونو تروریستي بریدونو او شومو پلانونو ته په اشارې سره وویل : مخالفینو پلان درلود چې مهترلام ته ننوځې، سترې ورانۍ،ویجاړۍ او بشري ناورین رامنځته کړي، چې له نېکه مرغه د افغان اتلو او سرښندنکو ځواکونو لخوا د هغوی شوم پلان شنډ او په دغه ولایت کې يې د نه جبرانیدونکي ناورین مخه ونیوله. نعيمي د امنیتي ځواکونو سنګرونه او پوستې د ولسي خدمت رښتیني ډګرونه یاد کړل او له همدې سنګرونو يې په ولس غږ وکړ چې دخپلو امنیتي ځواکونو سره په همکارۍ د وران کارو،وژنکو او تروریستي ډلو دشومو پلانونو په مخنیوي کې رغنده رسالت ترسره کړي.
0 1 دقیقه لوستل