ښرنه باختر د زمري د میاشتې ۲۴ مه
چارواکي وايي څو ورځې وړاندې سلګونه وسله والو طالبانو د پکتیکا په ګوملې ولسوالۍ په دې موخه بریدونه پېل کړل چې ګواګې دغه سېمه تر خپل تسلط لاندې روالي خو امنیتي او دفاعي ځواکونو یې دغه شوم هدف د تل لپاره له خاور سره خاورې کړ.
د پکتیکا د والي د ویاند مرستیال عید محمد سحر باختر اژانس ته وویل چې پر ګومل ولسوالۍ د وسله والو طالبانو تر برید وروستته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ځمکنیو او هوایي بریدونو او چاڼیزو عملیاتو په پایله کې د دښمن ۹۳ تنه وژل شوي او له سلو زیات یې ټپیان شوي دي.
سحر زياته کړه دغه راز د ګومل ولسوالۍ ته د غځیدلې لارې د امن کولو په موخه هم عملیات روان دي چې په نیږدې راتلوونکي کې به یاده لاره په امن کې شي او ولسونه به په ډاډه زړه پرې تګ راتګ وکړي.
د یادونې وړ ده چې، تېر کال هم وسله والو طالبانو غوښتتل چې د ورته برید په پایله کې د پکتیکا ولایت وړممۍ او وزیخوا ولسوالۍ ونیسي خو له سختې ماتې سره مخامخ شول او دا ځل یې یاده ماته په ګومل کې تجربه کړه.
0 1 دقیقه لوستل