امنیت

د امنیتي سکتور رهبرۍ ناسته وکړه

کابل / دليندې ٧مه /باختر :
د امنیتي سکتور د رهبرۍ ناسته د ملي امنیت دسلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشرۍ جوړه شوه.
په ناسته کې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو له خوا د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د روانو عملیاتو او د کابل په ګډون د نورو ولایتونو پر عمومي امنیتي وضعیت خبرې وشوې.
په ناسته کې ټینګار وشو، چې د ژمي په رارسېدو سره دې د سرتېرو ستونزو او اکمالاتو ته لا ډېره پاملرنه وشي او اړتیا وړ توکي دې پر خپل وخت ور ورسېږي. همدارنګه له کابل والي، کابل ښاروال او امنیتي چارواکو نه غوښتنه وشوه، چې د ښار د امنیت او نظم په ساتلو کې لا ډېرې هڅې وکړي.
د امنیتي سکتور ناستې په هېواد کې د جرمونو او ترهګرۍ پر وړاندې د نویو پلانونو او پروګرامونو پر سر هم بحث او خبرې وکړې.پاى- فضل واحد

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته