سیاستTOP

د امنیتي او دفاعي ځواکونو متقاعدو جنرالانو او افسرانو سره د جمهورريیس کتنه

کابل / زمري ۱۳ / باختر
جمهورريیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو متقاعدو جنرالانو او افسرانو سره په غونډه کې د هغوی تحلیلونه او وړاندیزونه واورېدل.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په سلامخانه ماڼۍ کې جوړه شوې غونډه کې د ښې حکومتولۍ په چارو کې د جمهورريیس ځانګړي استازي نورالحق علومي وویل، د هیواد ستونزمنو شرایطو ته په کتو ټول باید د الله اکبر په ویلو د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ واوسو. هغه زیاته کړه، د وسله وال پوځ متقاعدین تل د هیواد، ولس، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو د دفاع خدمت ته چمتو دي.
ورپسې سترپاسوال پوهاند عبدالرازق بېک، بریدجنرال سید محمد ثمر سادات، لوی پاسوال میرزامحمد یارمند، جنرال دولت وزیري او سمونوال حسیب ارین وویل، د پاکستان نیابتي جګړې پر وړاندې او د هیواد د استقلال د دفاع په خاطر خدمت ته چمتو دي. دوی همدارنګه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا پیاوړتیا، د ولسي پاڅونونو د بسیج، تمویل، تجهیز او اصلاحاتو په اړه خپلې طرحې او وړاندیزونه له جمهورريیس سره شریک کړل.
هغوی وویل، د جمهوریت دفاع او بقا د افغانستان دفاع او بقا ده او زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په مېړانه د دې لپاره مبارزه کوي او موږ په سر، مال، وینه، فکر، پوهه او کلکه اراده د خپل وسله وال پوځ ملاتړ کوو. هغوی وویل، طالبانو له الله اکبر څخه ناوړه ګټه اخیسته، ځکه نو دغه سپېڅلې ناره ورڅخه ولس واخیسته او هغوی یې بې انګېزې او بې وسیلې کړل.

جمهورريیس غني د هغوی د څرګندونو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، ستاسو له احساس، پوهې، تحلیل ، طرحې او تعهد څخه مننه او دا د ټولو هیوادوالو د هیله مندۍ موجب کېږي. تاسو ولېدل هیوادوالو د الله اکبر په ویلو سره د طالبانو د فتنې ځواب ورکړ.
جمهورريیس وویل، د طالبانو جګړه د هیواد، ملي ارزښتونو او عنعناتو خلاف جګړه ده او زموږ ویاړلي امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د ولس بېساری ملاتړ ورسره دی، په ټول قوت د طالبانو پر وړاندې جنګېږي. هغه زیاته کړه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا پیاوړتیا، مسلکي او غیر سیاسي کېدو لپاره زموږ هڅې ادامه لري.
د هیواد جمهورريیس څرګنده کړه، د اعلی سرقومندانۍ ترڅنګ به د ملي دفاع وزارت او په نورو کچو مشورتي بورډونه جوړ او په هغو کې به د وسله وال پوځ د متقاعدو جنرالانو او افسرانو له پوهې، تحلیلونو او تجربو څخه اعظمي استفاده وشي.
جمهورريیس وویل، د هیواد د دفاع په موخه یې یوولس میلیارده افغانۍ ملکي بودجه کمه کړې او د منابعو په لا ښه او مؤثر استمعال تمرکز کېږي. د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته جلب او جذب زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی، ځکه خلک د ملېشو جوړول نه، بلکې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړتیا غواړي. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته