ټولنه

د امنیتي او دفاعي سکتور اړتیاو پوره کولو په موخه د اوبلن ګاز او نفتي موادو تصدۍ د ظرفیت څرنګوالی وارزول شو

کابل/ دلېندۍ ١٣مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف تېر ماښام د اوبلن ګاز او نفتي موادو تصدۍ مسوولینو سره په کتنه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو د اړتیاو پوره کولو په اړوند د یادې تصدۍ د ظرفیت پر څرنګوالي خبرې وکړې.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه په پیل کې د اوبلن ګاز او نفتي موادو تصدۍ ريیس د هيواد په څو ولایتونو کې د دغې تصدۍ د ظرفیتونو او زېرمو په اړه خپل پریزنټیشن وړاندې کړ.
جمهورريیس غني وویل، دغه تصدي پر موجوده ظرفیت زموږ د امنیتي او دفاعي بنسټونو اړتیاوې نشي پوره کولای.
جمهورريیس لارښوونه وکړه چې د اوبلن ګازو او نفتي موادو تصدۍ د ټولو تاسیساتو او زېرمو د اروزنې په موخه دې یو پلاوی موظف او داسې تحلیل ترلاسه شي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اوبلن ګاز او نفتي موادو د تاسیساتو زېرمو پر طرحې کار وکولای شو.
جمهورريیس غني زیاته کړه، د اوسنیو زېرمو، دویمې او ستراتېژیکې زېرمو د مدیریت سیستم دې د امنیتي او دفاعي بنسټونو د اړتیاو پوره کولو متمرکزې جوړې شي.
هغه پر دې په ټینګار چې د اوبلن ګاز او نفتي موادو تصدي دې په مارکېټ کې له پرچون حالت څخه راووځې وویل: د زېرمو پر مدیریت دې څارنه زیاته شي او ددې  تصدۍ د موجودیت موخه دې دا وي چې د دولتي بنسټونو اړتیاو ته رسېدنه وکولای شي.
جمهورريیس د خپلو خبرو په پای کې وویل: په اوسنیو شرایطو کې اړتیا ده چې د دولت د اوبلن ګاز او نفتو اړتیاوې د دولتي تصدیو له لورې پوره شي.# پاى-  ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته