برلين دويچه ويله / باختر د تلې دمياشتې ١٩ :
د ملګرو ملتو د سازمان امنيت شورا يو داسې پريکړه ليک تصويب کړ چې د هغه له مخې داروپا داتحاديې سمندري ځواکونه کولاى شي دپناه غوښتوونکو او قاچاق وړونکو دسپرليو دبيړيو د ورتګ مخه ونيسي .
دغه پريکړه ليک چې د جمعې په ورځ تصويب شو اجازه ورکوي چې د ملګرو ملتو دسازمان دمنشور د اووم فصل له مخې ، پوځيان هم په دې ماموريت کې ښکيل شي .
مخکې له دې دتيرې اوونۍ په بهيرکې د اروپا د اتحاديې غړو خپلې څو جنګي بيړۍ دقاچاق وړونکو دبيړيو دتعقيبولو او دمشکوکو کسانو دنيولو په مقصد نړيوالو اوبو او دليبيا سواحلو ته وليږلې.
دغه پريکړه دغه راز له هغو اشخاصو سره چې په بيړۍ کې موندل کيږي دانساني او محترمانه چلند غوښتنه کړې ده .
2 1 دقیقه لوستل