امنیت

د امنيتي خبرو اووم کنفرانس په هرات کې جوړ شو

کابل باختر د لړم پنځمه :
د هرات د امنيتي خبرو اترو اووم کنفرانس پرون د هېواد، سيمې او نړۍ د څه د پاسه  سلو تنو پوځي، سياسي او اکاډميکو شخصيتونو په ګډون په هرات ښار کې جوړ شو .
د هرات والي محمد آصف رحيمي د خواجه انصار او فخري رازي ټاټوبي ته دعلم اوسياست د شخصيتونو د ګډون هرکلی وکړ او د افغانستان د ستراتيژيکي څيړنو له انسټيټوټ څخه يې د دغې نړيوالې غونډې د جوړولو په خاطر قدرداني وکړه .
د هرات والي زياته کړه: دغه کنفرانس په داسې حال کې د اووم ځل لپاره په هرات ښارکې جوړيږي چې تېره شپه د توفان هريرود د فوټبال ټيم د افغانستان د فوټبال د غوره ليګ په سياليوکې د اتلوالۍ په ګټلو سره د خلکو ترمنځ خوښي رامنځته کړه او دغه راز  پنځه ورځې مخکې د هرات ولايت په سلګونو زرو تنو خلکو د نورو هېوادوالو په شان په انتخاباتوکې ګډون وکړ او د هېواد په سياسي ژوندانه کې يې نوی فصل پرانيست. په دغه ملي بهيرکې د ښځو او نارينه و په ګډون د هرات د خلکو ګډون په ژبې او قلم سره د ستاينې وړ نه دي. د ټولنيز عدالت او ولسواکۍ د ملاتړ په لاره کې د دغه سر لوړي ملت لوړ همت او د دوى غوڅه اراده د قدر وړ ده .
  د هرات والي وويل: موږ دانتخاباتو دملي بهير لپاره د اسانتياوو د رامنځته کولو په توګه د بې طرفۍ او  د نه لاس وهنې په ساتنې سره د انتخاباتو د شفافو ترسره کولو په خاطر له خپلو ټولو ظرفيتونو څخه استفاده وکړه او هيله لرو چې زموږ ټاکنې په منصفانه ډول ترسره شوي وي. دلته لازمه ده د امنيت د تامينولو په لاره  کې  د هېواد  د امنيتي دفاعي او اطلاعاتي او د غوڅ ملاتړ ځواکونو د همکاريو او هلوځلو له امله مننه وکړو.
رحيمي څرګنده کړه: موږ په دې باور يو چې د سيمې او نړۍ د هېوادونو ګټې د افغانستان د جګړې او بحران په پاى ته رسيدو سره زيات تامينيږي.
يواځې تروريستي او تکفيري ډلې دي چې له دغه بحران څخه ګټه اخلي. له همدې امله  له لرې او نږدې ګاونډيانو او ښکيلو هېوادونوڅخه  غوښتنه کوو چې د جګړې د پاى ته رسولو او د سولې د ټينګښت په لاره کې د افغانستان له خلکو او دولت سره صادقانه مرسته وکړي .
د هرات والي د بې ځايه شويو بحران ته هم اشاره وکړه او زياته يې کړه:که څه هم  د هرات د خلکو د تساهل او تسامع، فرهنګ پالنه او ميلمه پالنه په تېره بيا د کورنيو بې ځايه شويو د ملاتړ په لاره کې د ستاينې وړ دي، خو په دغه ښارکې د دوى شتون له ستونزو سره يوځاى دى. هيله لرو چې د بې ځايه شويو ټولنيزو، اقتصادي او امنيتي  پايلو ته په پاملرنې سره د حل بنيادي، منطقي او د تطبيق وړ لاره ولټول شي .
ده وويل: له نړيوالو او ملي موسسو څخه غوښتنه کوم چې د زيانمن کوونکو کورنيو د اړتيا وړ بشر دوستانه مرستې د هغوى اصلي سيمو ته وليږدوي او ويې ويشي چې له يو ولايت څخه بل ولايت ته د کورنيو د زيات بې ځايه کيدو مخه ونيول شي .
دغه راز د هېواد د ملي امنيت شورا پخواني سلاکار ډاکتر سپنتا هم  د دغه ټکي په بيانولو سره چې په سيمه کې ګډ ژوند په افغانستان کې د سولې د ټينګښت او دجګړې له پاى ته رسولو سره مرسته کوي، وويل: هيله لرم ټول وسلې پرځمکې کيږدي چې خبرو ته فرصت برابر او په افغانستان کې سوله واکمنه شي .
په دې کنفرانس کې په افغانستان کې د ازبکستان د جمهور رييس ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشيف د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اړيکې ډيرې دوستانه وبللې او ويې ويل: موږ غواړو چې دغه صميمانه اړيکې پياوړې شي . زموږ  يواځنۍ علاقمندي او ګټه په افغانستان کې د سولې او ثبات ټينګښت دى  .
دغه راز د افغانستان د ستراتيژيکي مطالعاتو د انستيتوت مسوول داوود مراديان هم د سولې د بهير، د اړوندو هېوادونو له مشرانو سره د خبرو اترو په باب خبرې وکړې .
دغه کنفرانس نن هم دوام لري .
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته