امنیت

د امنيتي اودفاعي ځواکونوپه عملياتو کې د٨٢ تنو ډاراچوونکو وژل کيدل

کابل باختردوږي دمياشتې ٧ نيټه :                                              
د ملي دفاع وزارت وايي د هېواد په بېلابېلوسيمو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو دچاڼيزوعملياتو په دوام دښمن  ته دسر دروند زيان اوښتى دى.             
دباختراژانس دخبرله مخې ؛ د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي : په تيرو٢٤ساعتوکې ملي دفاعي اوامنيتي ځواکونو١١ ګډ يرغليزاو چاڼيزعمليات ،١٠١ کوماندويي دندې ، ١٩هوايي ضربي  او دملي اردودځواکونو په ملاتړ ٩٩ الوتنې دهېواد په بېلابېلوسيمو کې ترسره کړي  دي.                       دغه عمليات دهېواد دهوايي اوتوپچي ځواکونوپه ملاتړد ننګرهار، غزني ، پکتيا ، خوست ، قندهار، فارياب ، کندز ، بغلان  او د هلمند د ولايتونوپه مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې ٨٢ تنه ډاراچوونکي ووژل شول او يوشميرنورټپيان شول.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته