د امریکا متحدو ایالتونو له بین الوزارتي پلاوي سره د جمهورریییس دویمه ناسته وشوه

کابل/ د غبرګولي ۱۷مه/ باختر

د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د یاد هیواد له بین الوزارتي پلاوي سره، دویمه ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې چې نن مازیګر په ارګ کې وشوه، د جمهوري ریاست مرستیالانو او د کابینې غړو هم حضور درلود، په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د سیاسي، اقتصادي، ډیپلوماټیکو او امنیتي اړیکو د دوام په برخو کې د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د همکاريو د نوي فصل پر بنیاد تفصیلي خبرې وشوې.

د امریکا متحدو ایالتونو بین الوزارتي پلاوي یو ځل بیا په یادو شویو برخو کې له افغانستان سره د مرستو په موخه د دغه هیواد د حکومت تعهد څرګند کړ.

جمهوررییس غني د یادو مرستو د دوام قدرداني وکړه وې ویل: د افغانستان د اړیکو نوی فصل به له بین المللي ټولنې په ځانګړي ډول زموږ له ستراتیژیک همکار امریکا متحدو ایالتونو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لامل وګرځي او د دواړو هیوادونو دولتونه به خپلو بحثونو ته دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته