‏د امریکا متحده ایالتونو د ټاکنو د پايلو په تړاو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه

کابل، د لړم ۱۶مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې د امریکا متحده ایالتونو د ټاکنو د پايلو له راڅرګندېدلو سره هیله لري، چې د امريکا راتلونکې اداره واقعبینانه ګامونه پورته کړي ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ملموس پرمختګ رامنځته شي او دواړه هېوادونه وکولای شي د متقابل تعامل په رڼا کې د اړیکو نوی څپرکی پرانیزي.

د افغانستان اسلامي امارت او د امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د دوحې هوکړه د جمهور رئیس ډونالډ ټرامپ د واکمنۍ پرمهال لاسلیک شوه چې له هغې وروسته شل کلن اشغال پای ته ورسېد.

همداراز تمه کېږي، چې ښاغلی ټرامپ به سيمه او نړۍ کې روانې جګړې، په ځانګړې توګه، غزه او لبنان کې د روان ظلم او تېري پای ته رسولو کې رغنده رول ولوبوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته