د امریکا د هوایي ځواک یوه پیلوټ په واشنګټن کې ځان ته اور اچولی
نړۍ، د کب ۷ مه، بهرنۍ رسنۍ
د نړیوالو رسنیو د راپورونو په حواله د امریکا د هوایي ځواک یوه پیلوټ واشنګټن ډي سي کې د اسرایلو سفارت مخې ته د غزې د جګړې په غبرګون کې ځان ته اور اچولی دی.
پولیسو ویلي، چې دغه پیلوټ روغتون ته لېږدول شوی او پېښه د دغه پیلوټ له لوري ټوېټر(اېکس) کې په ژوندۍ بڼه خپرېده، چې وروسته لرې کړای شوې ده.
پیلوټ ویلي، چې نور نه غواړي، امریکایي پوځ کې دنده ترسره او د اسرایلو په جرمونو کې ځان شریک کړي.
د امریکا هوایي ځواک یو چارواکي دغه خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چې په دې اړه څېړنه وکړي او معلومات به یې وروسته خپاره کړي.