کابل_باختر د کب د مياشتې١٤مه
د امریکا د متحده ایالتونو د ملي امنیت سلاکار هربرت ریموند مک مستر تېر ماښام د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رئیس محمد اشرف غني سره ټلیفوني خبرې وکړې.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دواړو لورو د افغانستان او سیمې د امنیتي اوضاع، له تروریزم سره د مبارزې، د افغانستان د څلورکلن امنیتي پلان او پارلماني ټاکنو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د دغې ټلیفوني مکالمې پرمهال د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت عمومي رئیس محمد معصوم ستانکزي او په عامه اړیکو او ستراتیژیکو چاروکې د جمهور رئیس ستر سلاکار احمد نادر نادري هم حضور درلود. #
0 د یوې دقیقې څخه لږ