واشنګټن/ بي بي سي باختر دتلې دمياشتې ١٨ :
د امريکا په کاليفرنيا ايالت کې له پراخو تاکستانونو سره د شرابو د توليد يوه ډيره مهمه ساحه له طبيعي اورلګيدنې سره مخامخه شوې ده چې په ډيرې چټکتيا سره پر مخ ځي او له امله يې څه ناڅه لس تنه ووژل شول.
باختر آژانس د بي بي سي د خبري شبکې له خولې خبر راکړ:
په داسې حال کې چې د سانفرانسيسکو په شمال کې د دغې ناحيې ستر تشول جريان لري؛ خبر ورکول کيږي چې څو تنه نور هم بېدرکه شوي دي .
د دغې اورلګيدنې له امله د ناپا، سونوما او يوبا په سيموکې څه ناڅه شل زره تنه د خپلو کورونو تشولو ته اړ شوي دي.
د کاليفرنيا ګورنر اضطراري حالت اعلام کړى دى.
پاى ع ذ
1 1 دقیقه لوستل