د امريکا يو جنګي جټ را وغورځيد

واشنګتن فرانسپرس باختر – باختر د لړم دمياشتې ٨
يو جنګي جټ پرون د امريکا د کليفرونيا ايالت د وتورا کانتي په سيمه کې د دغه هيواد بحري پايګا ته څېرمه را وغورځيد او پکې يو تن ووژل شو.
باختر آژانس د فرانسې د خبري آژانس له خولې ليکلي دي: د وتوراکانتي د اور وژنې ادارې په خپل فيسبوک کې اعلام وکړ چې د ملي ترانسپورت مصئونيتي هيئت به د دغې الوتکې د راغورځيدلو په باب څيړنې وکړي.
د هاوکر هانتر جټونه چې په ١٩٥٠ لسيزه کې د بريتانيا له خوا پرمختيا موندلې ده؛ کولاى شي چې يوه يا وده څوکۍ ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته