واشنګټنباختردميزان ١١
د امريکا د کانګرس د رييسانو غونډه چې د يو شميرحکومتي ادارودبندولوڅخه د وتلو لپاره په سپينه ماڼۍ کې جوړه شوې وه؛ بې نتيجې پاى ته ورسيده.
په دې غونډه کې بارک اوباما او د هغه مرستيال جوبايډن، د استازو د مجلس د رييس جان بينر، د استازو په مجلس کې د ډموکرات ګوند د مشرې نانسي پلوسي، په سنا مجلس کې د ډموکراتانو د مشر هري ريد او د هغه د جمهوريت غوښتوونکي سيال ميچ مکانل کوربه و.
د دولت او دکانګرس مشران راټول شوي ووچې د امريکا د دولت د بوديجې د تامينولولپاره دحل لارې ته ورسيږي.
جمهوريت غوښتوونکي چې د اوباما د روغتيايي خدمتونو د بيمې له طرحې سره مخالف دي؛ غواړي ددغې طرحې اجراکول د يوکال لپاره وځنډول شي چې د دولت بودجه تصويب کړي. خو ډموکرا تان دجمهور رئيس دطرحې په ملاتړددغې معاملې منلوته چمتو نه دي.
ځينې کتوونکي باورلري چې دجمهوريت غوښتوونکوله ګوند څخه جان بينرددغې شخړې دپاى ته رسولوو توان لري .
دوى وايي: بينرکولى شي منځلارې جمهوريت غوښتوونکي له ډموکراتانو سره هم نظره کړي چې وکولې شي يوځاى يوه بودجه تصويب کړي چې په هغه کې د روغتيايي خدمتونو بيمه له منځه لاړه نه شي.
د ډله يزې روغتياي خدمتونود بيمې طرحه د انتخاباتي مبارزو په وخت کې د اوباما له اصلي طرحو څخه وه او له هغه څخه تيريدل کولى شي ډموکراتانو ته په راتلوونکو انتخا باتوکې بدې پايلې ولري.
د اوباما دغه طرحه د امريکا د قانون جوړولو په دوومجلسونو کې له تصويب وروسته د اجرا وړشو او وروسته د جمهوريت غوښتوونکو د شکايت له مخې د امريکا عالي ديوان ته لاړه او هلته دغه قانون دامريکا دقانون مطابق وبلل شو.
ډموکراتان همدغه موضوع کافي دليل بولي په دې خاطر دغه قانون بايد اجرا اودهغه پرسر معامله نه کوي.
0 1 دقیقه لوستل