د امريکا غږ راډيو پنځلس زره ټوکه روزنيز کتابونه د پوهنې وزارت ته ورکړل
کابل باختردتلې دمياشتې٣ نيټه : د امريکاغږ راډيو نن د انګليسي ژبې د زده کړې پنځلس زره ټوکه کتابونه د پوهنې وزارت ته ورکړل . د دغې مرستې هدف په بېلابېلوټولګيوکې له انګليسي ژبې سره د زده کوونکو بلدتيا ده. د باختر آژانس د خبریال د خبر له مخې: د پوهنې وزارت د عمومي تعليماتو معين ډاکتر محمد ابراهيم شينواري په هغې غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، وويل: له دغو کتابونو څخه به په ښوونځيو کې د درسي ممد په توګه استفاده وشي. ده د کتاب لوستلو د ارزښت په باب هر اړخيزې خبري وکړې اویې ويل: زموږ په دين کې لومړى امر لوستلو او ليکلو ته شوى دى چې د هغه په واسطه د ژوندانه سمه لاره وټاکوو او ځان له جهالت او تورتم څخه وژغورو. ډاکترشينواري د انګليسي ژبې زده کړه د ښوونځيو ټولو زده کوونکو ته لازمي کار وباله او ويې ويل: انګليسي ژبه يوه نړيواله ژبه ده او د معاصرې نړۍ او د علم او تکنالوجۍ د پرمختګونو په باب د پوهاوي لپاره د دغې ژبې زده کړه يوه اړتيا ده. د امريکا غږ د آشنا راډيو ټلويزيون رئيس اکرم ايازي د دغه ټلويزيون د خپرونو د تاريخچې په وروستيو کلونوکې د هغه د خپرونو د څرنګوالي په باب رسنيو ته معلومات ورکړل او ويې ويل: د آشنا ټلويزيون د اطلاع رسونې او د پوهاوي د پروګرامونو ترڅنګ د ژبې د زده کړې روزنيز پروګرامونه هم د زده کړې د ښو زمينو د برابرولو په خاطر خپروي چې ځوانان له معاصرو علومو سره جوخت ټولنې ته د خدمت جوګه شي. ده زياته کړه چې دغه کتابونه ورځني مروج لغتونه لري چې زده کوونکي کولاى شي په اسانۍ سره ورڅخه استفاده وکړي . د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې د تعليمي نصاب معين اسدالله محقق جهاني هم د آيتونو او حديثونو پر بنسټ د کتاب او قلم د ارزښت په باب خبرې وکړې او ځوانان يې مطالعې ته راوبلل. د امريکا غږ د آشنا راډيو ټلويزيون د ژبې د څانګې مسوول هايدو د دغو کتابونو ورکول د پوهنې له وزارت سره د همکارۍ پيل وباله او زياته يې کړه چې دغه همکاري به په راتلوونکي کې هم دوام وکړي. پاى شکريه ذ