د امريکا د دفاع وزارت سرپرست کابل ته راغى

کابل / سپوتنيک نيوز/ باختر/ د سلواغې د میاشتې ۲۲مه
د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزارت سرپرست پتريک شنون، نن سهار په يوه ناڅاپي سفر کې کابل ته راغى .
باختر آژانس د اسوشيتيد پرس خبري آژانس له خولې خبر راکړ چې افغانستان ته د پتريک شنون سفر غير رسمي دی چې موخه یې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو له پوځي قوماندان او افغان مقاماتو سره کتنه او له طالبانو سره د سولې په اړوند خبرې اترې دي.
د امریکا د دفاع وزارت سرپرست وویل چې د امریکا متحده ایالات په سیمه کې مهمې امنیتي کټې لري او غواړي په دې باب له سیمه ییزو قوماندانانو څخه واوري.
دا افغانستان ته د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د سرپرست لومړنی سفر دی.
ختم_ وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته