نړۍ

د امريکا جمهور رييس: په پاکستان کې د تروريستانوخوندي پټنځي دمنلو وړ نه دي

واشنګتن دي نيوز   باختر دسلواغې دمياشتې  ٤ :
د امريکا جمهور رييس بارک اوباما پرون وويل چې هند دامريکا دمتحده ايالاتو يو رښتينى شريک دى.
باخترآژانس دپاکستاني رسنيوله خولې خبر راکړ: 
اوباما وويل: غواړم په ډاګه کړم آن سره له دې چې امريکا له پاکستان سره   دتروريزم د ګواښ په باب  په ګډه  غونډه  جوړوي ، په پاکستان کې   خوندي پټنځي  د منلو وړ نه دي او هغه کسان چې دهند د ممبئي ښار د تروريستي بريدونو ترشا ولاړ دي؛ بايدله عدالت سره مخامخ شي.
د امريکا جمهور رييس د انډيا ټوډې له ورځپاڼې سره په مرکه کې وويل چې د نړۍ د ټولوخلکو په شان هندوستانيانو او امريکايانو ته په وحشيانه ډول په پيښور ښارکې د يوه ښوونځي د زده کوونکو او ښوونکو وژنه دردونکې ده او دا را په يادوي چې تروريستان موږ ټولو ته ګواښ دى.
ده دغه راز څرګنده کړه چې هندوستانيان او امريکايان له تروريزم سره په مبارزه کې متحد دي او په دواړو هيوادونو بنسټپاله تپل شوې ده.
د امريکا جمهور رييس وويل چې امريکا دخپلو  متحدينو او شريکانو په همکارۍ  د افغانستان او پاکستان په قبايلي سيموکې دالقاعده رهبري له منځه وړې ده او  په القاعده پورې اړوند مشران يې له يمن او سوماليا څخه ايستلي دي.
اوباما وويل: موږ نړيوال ايتلاف رهبري کوو چې دداعش ډله  له منځه يوسو. موږ له زياترو هېوادونو سره کار کوو چې پولو ته د جګړه مارانو د راتګ او په خپلو خلکو د هغوى د بريد مخه ونيسو. تروريستان يوازې په دې پوهيږي چې څه ډول ووژني او څه ډول ويجاړ کړي او هغه کسان چې د دين په نامه  ددغه شان کارونو د ترسره کولو  ادعا کوي؛ له خپل دين سره خيانت کوي .
اوباما وويل چې په مقابل کې امريکا دهند په ګډون په ټوله نړۍ کې له خپلو شريکانوسره  همکاري ساتي او هغه څه چې موږ په راتلوونکي کې هغه ته پراختيا ورکړو؛ د زيات امنيت او زموږ د خلکو په ګډون ټولو خلکو ته د انساني کرامت او د سوکالۍ تامينول دي چې کولاى شو  تمرکز پرې وکړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته