د امريکا جمهور رييس : په افغانستان کې زموږ جګره پاى ته رسيږي
نيويارک باختر دتلې ٥
دامريکا دمتحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما تيره شپه دملګرو ملتو دسازمان په عمومي اسامبله کې دخپلې وينا په ترڅ کې يوځل بيا په افغانستان کې دامريکا دجنګي ماموريت په پاى ته رسيدو باندې ټينګار وکړ.
بارک او باما دليږدونې بيرته اشاره وکړه چې په هغه کې په امنيتي مسووليت دناټو په مشرۍ ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
ده زياته کړه: موږ دليږدونې بهير په افغانستان کې پيل کړ او دامريکا متحده ايالات او متحدين يې له محال وويش سره سم زموږ جګړه په ٢٠١٤ کال کې پاى ته رسوي .
ده زيات کړه چې القاعده کمزورې شوې ده او اسامه بن لادن نور نشته. دامريکا دجمهور رييس دغه خبرې په داسې وخت کې کېږي چې د درې ديرشو زرو تنو اضافي امريکايي عسکرو د وتلو بهير تيره اوونۍ بشپړ شو. دامريکا جمهور رييس دغه درې ديرش زره تنه پوځيان دياغي طالبانو دخپلو په مقصد دوه کاله مخکې افغانستان ته استولى وو.
د رويټرز دخبري آژانس دخبر له مخې :داهيله هم شته چې دطالبانو مشران دسولې خبروته وهڅول شي.
دسولې دخپرو مسله په نيويارک کې د افغاني هيئت د خبرو د اجندا په سره کې ځاى لري .
ټاکل شوى ده افغانستان جمهور رييس حامد کرزي نن له پاکستاني او بريتانوي مشرانو سره په کتنه کې په مشخصه توګه په دې باب خبرې وکړي.
مخکې له دې دپاکستان دبهرنيو چارو وزيرې ميرمن حنا رباني کهر د داسو شيتيد پرس دخبري آژانس له خبريال سره په مرکز کې ويلې وو چې هيواد به يي به نږدې راتلوونکې کې دامريکا دمتحده ايالاتو او دافغانستان له چارواکو سره پټې خبرې وکړى.
ټاکل شوى ده دافغانستان جمهور رييس له پاکستاني لورې سره په کتنه کې دافغانستان په خاورې دپاکستاني پوځيانو راکټي بريدونو د دوام موضوع طرحه کړي .