د امريکا او د روسيې د جمهورو رييسانو ټيلفوني خبرې
واشنګتن بي بي سي باخترد ثور دمياشتې ١٠ :
د امريکا جمهور رييس بارک اوباما او دهغه روسي سيال ولاديميرپوتين ويلي دي، دواړو هيوادونو موافقه کړې ده چې د بوستون دبمي بريد په باب دتحقيق په برخه کې استخباراتي او امنيتي همکاري زياتې کړي.
سپينې ماڼۍ ويلي دي: د روسيې او امريکا مشرانو پرون ټيلفوني خبرې وکړې .
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې: اوباما له دغه بريد وروسته د روسيې نږدې همکارى ستايلى دى.
په بوستون کې د بمي بريد دواړه مشکوک کسان په شمالي قفقازکې د روسيې په مسلمان ميشت جمهوريت پورې اړه لري .
اوباما او پوتين د روسيې په سوچي ښارکې د ٢٠١٤ کال ژمني ا لمپيک د امنيت د تامينولو لپاره د همکاريو او دغه راز په سوريه کې د کيمياوي وسلو دکارولو په اړوند د امريکا د انديښنو په ګډون د ځينو نورو مسئلو په باب خبرې کړې دي .