کابل, د زمري ۲۴ مه, باختر
د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په دغه ولایت کې د امریکایي اشغال څخه د خپلواکۍ د درېیمې کالیزې په مناست مشاعره جوړه شوه چې په کې د عامې روغتيا وزير مولوي نور جلال جلالي, د افغانستان اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد، د ولايت مقام مرستيال ملا محمد صادق انقلابي, یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو, فرهنګیانو, شاعرانو او سلګونو ځوانانو هم ګډون کړی و.
په دغه مشاعره کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي انعام الله سمنګاني ویلي چې اسلامي امارت د ډېرو قربانو په ورکولو سره حاکم شوی او اوس لازمه ده چې ساتنه یې وشي.
ورته مهال د اسلامي امارت وياند ذبیح الله مجاهد بیا د اسد ۲۴ مه حق پر باطل د بري ورځ بللې او ویلي یې دي:”افغانان خپل هدف ته چې د اسلامي نظام قائم کېدل و ورسيدل”.
مجاهد زیاته کړې چې د امريکايي اشغال له ماتې وروسته اسلامي نظام حاکم شوی، لويې پرمختيايي پروژې پيل شوي او هم يې د کاسا زر او ټاپي پروژې يادونه وکړه، چي په نژدې راتلونکي کې به يې چارې پيل شي.
هغه زياته کړه، چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د هېواد ټوله بوديجه د داخلي عوايدو څخه برابرېږي او د هر ډول فساد مخه نيول شوې او هم د افغان قومونو د جلا والي مخه ونيول شوه او ټول افغانان يو موټی شول.
مجاهد زیاته کړې چې د اسلامي امارت کامياب کېدل د الله ج نصرت او د ولس همکاري وه او له ولس څخه يې وغوښتل، چي دا همکاري لا هم د خپل نظام سره دوامداره وساتي او دا د هر افغان مسؤليت دی، هغه د اسد ۲۴ مه د عبرت ورځ ياده کړه او وې ويل، چې دا ورځ بايد په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شي.
وروسته شاعرانو، ليکوالانو او ترنم ویونکو د هيواد د خپلواکۍ په مناسبت شعرونه، ديکلومې او ترنمونه وويل.
40 1 دقیقه لوستل