د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت د قوانینو په اړه د یوناما او ځینو نورو جهتونو د اندېښنو په هکله د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې
![Mujaheed](https://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/08/mujaheed-720x470.png)
کابل، د وږي ۶مه، باختر
د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی له لوري د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت د قوانینو له توشیح او په رسمي جریده کې د هغو له خپرېدو وروسته د یوناما په ګډون ځینې جهتونو بې اساسه اندېښنې وښودې.
موږ ټولو جهتونو ته وایو دغه شرعي قوانین چې یوه مقدمه، څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري، له اسلامي مصادرو څخه په کې اخذ شوی او د اسلامي شريعت د حنفي فقهې په رڼا کې ترتيب شوي دي.
د هر قانون، هرې مادې او فقرې تخريج يې د فقهې له معتبرو او منل شويو مصادرو څخه شوی، ټول مصادر او منابع يې هملته ورلاندې ليکل شوي.
که کوم غیرمسلم د دغو قوانینو په اړه اندېښنه ښیي او یا رد ورباندې کوي، لومړی دې په اسلامي قوانینو ځان پوه کړي او د اسلامي ارزښتونو درناوی دې وکړي.
موږ په اسلامي شریعت باندې داسې اعتراض د دوی ګستاخي بولو، مسلمانان دې په دغو اسلامي قوانینو چې د شریعت احکام دي، ځانونه پوه کړي او له خپلو علماوو څخه دې په دې اړه پوښتنې وکړي.
د مسلمان له لوري په دې قوانینو باندې رد یا انتقاد کول له خپل دین څخه د بې خبرۍ په مانا دی او حتی د ایمان د زوال خطر لري.
افغانستان اسلامي هېواد دی او په اسلامي ټولنه کې اسلامي قوانین د اجرا وړ دي، د قران عظیم الشان د نصوصو په استناد پر نېکیو امر کول او له منکراتو څخه د خلکو منع کول د هر مسلمان او اسلامي حکومت وجيبه ده، نو په دې اساس امربالمعروف، نهی عن المنکر او د شکايتونو اورېدلو وزارت دنده لري، چې دغه شرعي قوانین په ښه توګه عملي کړي.
د دغو اسلامي قوانینو د تطبیق په برخه کې دې هیڅوک هم اندېښنه نه لري، قوانین د هیچا لپاره هم محدودیت نه دي، نه د چا په حق کې تېری او نه هم په چا ظلم او زیاتی کېږي.
دغه قوانین به په مناسبو لارو تطبیقېږي او په تطبیق کې یې له ډېرې نرمۍ څخه کار اخیستل کېږي.
د بېلابېلو جهتونو دغه ډول بې ځایه اندېښنې د اسلامي امارت په دریځ کوم اغېز نشي لرلی، ځکه د شريعت د تطبيق او نفاذ لپاره مو بېسارې قربانۍ ورکړي او په دې برخه کې موږ د خپل مجاهد ملت او شهیدانو سپېڅلو ارمانونو ته متعهد یوو.