کابل/ د مرغومي ٢مه / باختر
په هرات کې په فرهنګ او اسلامي تمدن د اغيزمن علمي شخصيت امام فخر رازي د تاريخي آرامګاه د ترميمولو کار دوام لري.
دهرات د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست د ګرځندوى آمر او د هرات د فرهنګي ميراثونو د ملاتړ ټولنې رييس د امام فخررازي د زيارت او د مازداخان ډنډ د ترميمولو د دوو پروژو د کار بهير وکوت.
د دغې کتنې په بهيرکې د کارونو پرمختګ وڅېړل شو او د دغو تاريخي ځايونو د تاريخي اسالت او هويت د ساتنې لپاره د دغو پروژو پر معياري او دقيق تطبيق ټينګار وشو.
د هرات د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د ګرځندوى آمر انجنير وحيدالله سلطاني د تاريخي څلو د ساتنې او څارنې پروژو د تطبيق په خاطر خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې د تاريخي څلو ساتنه او څارنه د ټولو مسووليت دى او بايد خلک هم د دولت ترڅنګ د دغو تاريخي څلو د ساتنې لپاره هلې ځلې وکړي.
هغه دهرات تاريخي څلي د دغه ښار له سترو شتمنيو څخه وبللې او ټينګار يې وکړ چې دغه تاريخي څلې به د دغه ولايت لپاره د ګرځندوى صنعت له لارې سترې عايداتي سرچينې وي.
پاى \\ ذ
9 1 دقیقه لوستل