فرهنګ

د امام اعظم ( رح ) د شخصيت په باب سيمينار جوړيږي

کابل باختر د لړم پنځمه :
ټاکل شوې ده د امام اعظم (رح) د شخصيت په باب ستر علمي- تحقيقي سيمينار  په پروان کې جوړ شي.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
په هغې غونډه کې چې له همدې امله په پروان کې د هېواد د علومو اکاډمۍ د څيړونکو او استادانو، پوهانو، د پروان پوهنتون د استادانو، د ولايتي شورا د غړو او د دولتي ادارو د مسوولينو په ګډون جوړه شوې وه، د پروان والي وويل چې د پروان ولايت د سيمه ييزې ادارې په وړانديز او د هېواد د جمهور رييس په منظورۍ ټاکل شوې ده په دغه ولايت کې د امام اعظم (رح) ترنامه لاندې يو ستر علمي-تحقيقي مرکز په پروان کې جوړ شي چې دغه ستر هدف ته د رسيدو لپاره بايد لومړى د حنفي مذهب د مشر امام ابوحنيفه (رح) د شخصيت په باب دوه ورځې علمي- تحقيقي سيمينار جوړ شي .
  ده وويل: زموږ اساسي هدف د اسلامي علومو په برخه کې د ځوانانو او د ټولوخلکو د پوهې د کچې د لوړولو لپاره د اسلامي مرکزونو پراختيا ده .
په همدې حال کې د افغانستان د علومو له اکاډمۍ څخه عبدالباري راشد او نورو غړو د پروان د والي له دغه اقدام څخه مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې د دغه سيمينار د جوړولوپه خاطر به همکاري وکړي.
دغه راز د پروان پوهنتون علمي مرستيال، د ولايتي شورا رييس، د پوهنتون استادانو او د چاريکارو ښاروالۍ د علمي-تحقيقي مرکز د جوړولو د اړتيا په باب  خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه چې په دې برخه کې همکاري کوي .
په دې غونډه کې د دې ترڅنګ چې د سيمينار د جوړولو په باب کاري کميټې جوړې شوې، پريکړه وشوه چې دغه سيمينار تر يوې اوونۍ پورې د دوو ورځو لپاره ترسره شي چې لومړۍ ورځ يې په پروان ولايت کې او دويمه ورځ يې د هېواد له جمهور رييس سره د کتنې په مقصد په ارګ کې ترسره شي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته