امنیت

د المار لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ووژل شو

کابل/ د ليندۍ ٤مه/باختر
د فارياب د المار لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال پرون ماښام په دې ولسوالۍ کې له درېيو ملګرو سره يې ووژل شو.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې د المار لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال د دغې ولسوالۍ په خواجه ګوهرکلي کې له درېيو ملګرو سره يې په هوايي بريدکې ووژل شو.
رضايي زياته کړه چې په بريد کې اووه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او شپږ موټرسايکلونه او جنګي وسايل يې له منځه يوړل شول.
ختم- شکريه- اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته