د الماتا کنفرانس د اعلاميې په صادرولوسره پاى ته ورسيد
آستانه- وي او اې نيوز- باختر د ثور اوومه :
د آسيا زړه د هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د قزاقستان په الماتاښارکې د افغانستان په باب د استانبول د بهير په دوام په دريم کنفرانس کې يوه ګډه اعلاميه لاسليک کړه .
د باخترآژانس دخبر له مخې: د قزاقستان د بهرنيوچارو وزير ايرلان ادريسوف ددغه کنفرانس په پاى کې خبريالانو ته وويل: د کنفرانس برخه والو موافقه وکړه چې په ٢٠١٤ کال کې له افغانستان څخه د نړيوالوځواکونو له وتلو مخکې او وروسته له دغه هيواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي .
ادريسوف دغه راز وويل: د ټولوبرخه والو په خبروکې يو ځل بيا دغه اراده تاييد شوه چې د دوستۍ او د مقتابل درناوى او ګټو پر بنسټ به د سيمه ئيزو همکاريو د پراختيا لپاره هڅه او هاند وکړي .
دقزاقستان دبهرنيو چارووزير دغه راز ويلي دي چې ددغه کنفرانس ترڅنګ دبرخه والو ترمنځ څه دپاسه پنځوس کتنې شوې دي.
د ده دڅرګندونو له مخې: د سعودي عربستان او دافغانستان استازو د دوه اړخيزو همکاريو يو موافقه ليک لاسليک کړى دى او د ترکيې هيواد د شانګهاى د همکارى له موافقه ليک سره موافقه کړې ده .
په دې کنفرانس کې چې پرون د افغانستان په باب د استانبول د بهير د دوام په نامه په الماتا ښارکې جوړ شو؛ له تروريزم سره د مبارزې او د نشه يي توکو د قاچاقو د مخنيوى، د اوسپنې د پټلۍ، د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو او د ترانسپورتي کرښو دپياوړتيا،دسيمه ئيزو سوداګرۍ دپراختيا، له بيړني حالاتو سره دمقتابلې او د ساينس او ښوونې او روزنې په برخوکې د سيمه ئيزو همکاريو په لاره کې د سيمې او د نړۍ دهيوادونو د همکاريو په باب خبرې وشوې.
د قزاقستان جمهور رييس نورسلطان نظربايف چې هيواد يې د افغانستان په باب د استانبول د بهير د دوام د دريم کنفرانس کوربه توب وکړ؛ دکنفرانس په پيل کې په دې ټکى باندې ټينګار وکړ چې مرکزي آسيا داقتصادي همکاريو په سازمان کې د افغانستان په شموليت کې وکولاى شي مهم رول ولري .
نظر بايف ويلي دي چې قزاقستان به دعمومي زده کړې، خوراکي توکو، د سون د موادو، بشري مرستو، دکاني منابعو د را ايستلو او د دغه هيواد د ماهرانو د را استولو په برخوکې له افغانستان سره مرسته وکړي .