کابل / د زمري ۱۲مه / باختر
د هرات ښاريانو تېره شپه په يو ګډ اقدام کې د (الله اکبر) غږ پورته کړ او د وسله والو طالبانو د يرغل پر وړاندې يې يووالي او پيوستون وښود.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د هرات مشرانو او کشرانو د شپې له ٩ بجو وروسته د خپلو کورونو له بامونو څخه د وسله والو ځواکونو او ملي مقاومت په ملاتړ د طالب پلويانو او مذهبي منافقينو پر وړاندې خپله کرکه او نفرت څرګند کړ.
په هرات کې د (الله اکبر) غږ په پورته کولو سره د امنيتي او دفاعي ځواکونو او د ولسي پاڅون کوونکو زړونه پياوړي شول او له دې لارې د هرات خلکو ټولو په ګډه د دې مقدسې دفاع غږ د نړۍ غوږونو ته ورساوه.
پای\ ذ
5 1 دقیقه لوستل