د القاعده شبکې د مشر ايمن الظواهري مرستيال ووژل شو

کابل- باختر د زمري دمياشتې ٣
په پکتيکا ولايت کې د دوو جلاجلا هوايي بريدونو په بهيرکې د عدنان په نامه د ايمن الظواهري مرستيال او د هغه يو عربي توکمى ساتوونکى له دووتنو کورنيو اتباعو سره د ناټو د هوايي بريدونو په بهيرکې ووژل شول.
د پکتيکا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال علي مست مومند د باختر آژانس خبريال ته وويل: د ملي پوليسو د کشفي اطلاعاتو له مخې د پنجشنبې د شپې په دولسو بجو د القاعده په دوو تنو غړو چې په يو موټر سايکل سپاره وو؛ د بې پيلوټه الوتکو له خوا بريد وشو او ووژل شول.
خبرځاى وويل: په همدې شپې په يوه بجه عدنان چې ويل کيږي د ايمن الظواهري مرستيال و او له خپل يو تن ساتوونکى سره په يو پيکپ موټرکې روان و؛ د بې پيلوټه الوتکې په بريدکې ووژل شو.