د العاروري ترور غزه کې د اسیرانو د تبادلې لارې سختې کړې دي

نړۍ، د مرغومې ۱۷ مه، بهرنۍ رسنۍ

د قطر لومړي وزیر او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني دوحه کې د صهیونستي اسیرانو له کورنیو سره په لیدنه کې ویلي، چې د لبنان په بیروت کې د حماس غورځنګ د مرستیال صالح العاروري ترور د اسیرانو د تبادلې لارې چارې سختې کړې دي.  

اوس مهال یوشمېر اسرایلي اسیران، چې صهیونستي پوځیان هم په کې شامل دي، د حماس او نورو فلسطیني ډلو په بند کې شپې او ورځې تېروي. 

ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن منځني ختیځ ته د سفر پر مهال نن قطر ته ځي او د ځینو رسنیو د راپورونو په حواله چې نوموړی ترکیې او اردن ته تر سفر وروسته دوحې ته رسېدلی دی.

دغه امریکایي ډیپلومات په داسې مهال سیمې ته سفر کوي، چې سره بحیره کې د حوثي وسلوالو له لوري پر امریکایي پوځي او نورو هغو کیښتیو چې اسرایلو ته سفر کوي، بریدونه زیات شوي او واشنګټن هڅه کوي، د یمن د دغې وسلوالې ډلې پر وړاندې عربي ملګري پیدا کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته