د الجولاني په ګدون د لنډ مهالي حکومت لومړۍ ناسته شوې
نړۍ، د لېندۍ ۲۱ مه، باختر
سوریه کې تر بریالي اوښتون وروسته د لنډمهالي حکومت د مشر محمدالبشیر په مشرۍ او د تحریرالشام د مشر ابو محمد الجولاني او د پخواني حکومت د یو شمېر وزیرانو په ګډون ناسته شوې او د واک د لېږد او د روانو چارو د مدیریت په اړه خبرې شوې دي.
سوریه کې د نن سهار پیل هم عادی دی او د دمشق په ګدون کابو ټولو ښارونو کې ژوند عادي حالت کې دی او خلک د خپل ورځني کاروبار لپاره ښار او بازار ته راوتلي دي.
ځینو سیمو کې لا هم د خوښۍ جشنونه روان دي او دغه راز له عراق، اردن او ترکیې څخه میلیونونه سوریایي کډوال هڅه کوي خپل هېواد ته ستانه شي.