د اقلیم بدلون ملي کنفرانس د پرېکړه لیک بشپړ متن

کابل، د مرغومي ۲۶مه، باختر
په ننني کنفرانس کې ټولو په ګډه دا وا قعیت ومنه چې افغانستان او ددې هېواد خلک تر ټولو زیات د اقلیمي بدلون د منفي پایلو قرباني دي او له امله یې سخت زیان ویني.
د دې کنفرانس څخه موخه دا وه چي د کاپ ۲۹ اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس پایلې وارزو، نړیوال څه مسوولیت لري او څنګه کولای شو د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان غږ بدرګه او تر نړیوالو یې ورسوو.
موږ د ننني کنفرانس پریکړه لیک په لاندې توګه صادروو:
لومړی د نړیوالو مسوولیتونه:
۱. نړیوال کنوانسینونه دې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
۲. موږ له نړیوالو تمویلوونکو او پرمختللو هېوادونو څخه غوښتنه کوو چې د اقلیمي بدلون د اغېزو پر وړاندې د مبارزې لپاره له افغانستان سره مالي او تخنیکي ملاتړ وکړي.
۳. نړیوال باید د شنو او بدیل انرژیو لکه لمر، باد، او اوبو انرژۍ پراختیا کې له افغانستان سره هر اړخیزه مرسته او همکاري وکړي.
۴. پرمختللي هېوادونه چې د اقلیمي بدلون له اصلي لاملونو څخه دي، باید خپل مسوولیتونه ومني او د اقلیمي بدلون له امله زیانمن شویو هېوادونو ته جبران خساره ورکړي.
۵. هېوادونه او بین المللي سازمانونه باید له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره افغانان له نړیوالو مالي فرصتونو څخه محروم نه کړي.
۶. افغانستان باید د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د کنوانسیون غړي په توګه په مذاکراتو او د پرېکړو په پروسه کې فعاله ونډه ولري.
۷. نړیوال دې د اقلیمي بدلون اړوند مسایل نه سیاسي کوي او ورته دې د بشري موضوعاتو په سترګه وګوري.
۸. د افغانستان د اقلیمي بدلون ملي بحث پلاتفورم دې جوړ او تطبیق کړل شي او پرخپلو تعهداتو دې عمل وکړي.
۹. د افغانستان د ملي مشارکت (NDC) سند دې رسماً د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنوانسیون سکرتریت ته ولېږل شي او په دې برخه کې دې اړونده نړیوالې ادارې زمینه برابره کړي.
د افغان حکومت مسوولیتونه:
1. افغان حکومت ژمن دی چې د اقلیمي بدلون موضوعات په ملي اجنډا کې شامل کړي، د اقلیمي بدلون پر وړاندې موثر قوانین تصویب کړي او د عملي کولو لپاره لازم قوانین رامنځته کړي چې په دې برخه کې اغېزمن ګامونه اخیستل شوي، له فتحې وروسته د چاپېریال ساتني قوانین او پالیسۍ بیا کتنې ته وړاندې شوې چې ځینې یې نهایې او ځینې یې تر طی مراحل وروسته د مشرتابه عالي مقام ته د منظورۍ لپاره استول شوي دي.
2. د طبیعي زېرمو موثره مدیریت، لکه اوبه، ځنګلونه او معادن، ترڅو چاپېریال ته زیان ونه رسېږي په دې برخه کې حکومت عملا لاس په کار شوی چې د سلګونو لویو او وړو بندونو او کانالونو جوړول یې ښې بیلګې دي.
3. د اقلیمي بدلون او چاپېریال ساتنې په اړه د خلکو د پوهاوي کچې لوړول او د تعلیمي پروګرامونو تطبیق کول ترڅو عامه پوهاوی زیات شي، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د نورو اړونده ارګانونو او نهادونو په مرسته زرګونه د عامه پوهاوي برنامې عملي کړې او لاهم په دې برخه کې د کار کولو بشپړ هوډ لري.
4. د نوې او پرمختللې ټکنالوژۍ معرفي کول چې د انرژۍ اغېزمنتیا او د ضایعاتو کمولو کې مرسته وکړي، حکومت تعهد لري چې له اړونده نهادونو سره په همغږۍ د نوې او پرمختلليېټکنالوژۍ د معرفي کولو په برخه کې کار وکړي او موثره اقدمات ترسره کړي.
5. له بین المللي ادارو سره همکاري او د اقلیمي بدلون په اړه د معلوماتو او تجربو شریکول، افغان حکومت له نړیوالو شریکانو سره پر دې کار کوي چې له اقلیمي بدلون سره د سازګارۍ او مبارزې په برخه کې د نورو هېوادونو له تجربو ګټه واخلي ترڅو په دې سره وکولای شو خپل ظرفیت لوړ کړو.
6. د اقلیمي بدلون پر وړاندې د پروګرامونو لپاره بودجه او مالي مرسته برابرول ترڅو دغه پروګرامونه موثر او دوامداره وي، افغان حکومت ژمن دی چې د نړیوالو مرستو ترڅنګ د اقلیمي بدلون د منفي تاثیراتو د کابو کولو په موخه بودجه ځانګړې کړي چې عملا هم پر ډېرو لویو پروژو کار روان دی.
7. د چاپېریال معیارونو او د اقلیمي بدلون شاخصونو ته په انکشافي پروژو کې پاملرنه کول، حکومت په ټولو انکشافي او زیربنایي پروژو کې د اقلیمي بدلون او چاپېریالي اصولو عملي کولو ته پوره ژمنتیا لري او په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.
8. د وزارتونو/امارتي ادارو، اکاډمیکو نهادونو، خصوصي سکټور، ملي او بین المللي موسسو او د ملګرو ملتونو اړونده ادارو څخه د یوه مشترک کاري ګروپ جوړول، ترڅو د اقلیمي بدلون نړیوال راتلونکي کنفرانس (COP30) لپاره چمتووالی ونیسي.
د خصوصي سکټور مسوولیتونه:
1: خصوصي سکټور باید د اقلیمي بدلون پر وړاندې په مبارزه کې فعاله برخه ولري او حکومت مسئولیت لري چې په دې برخه کې زمینې برابرې کړي.
2: خصوصي سکټور کولی شي د پاکو انرژیو، ټکنالوژۍ انتقال، د کثافاتو مدیریت، صنعت او ټرانسپورټ برخو کې د پانګونې له لارې د اقلیمي بدلون په کمولو کې فعاله برخه واخلي.
د خلکو مسوولیتونه:
1. چاپېریال ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی، له خلکو څخه مو غوښتنه ده چې د چاپېریال ساتلو په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
2. د انرژۍ اغېزمنتیا: د برېښنا او انرژۍ د مصرف کمول، د انرژۍ مؤثرو وسایلو استعمال او د نوې او پاکې انرژۍ د سرچینو په کارولو سره دې له انرژۍ څخه موثره ګټه واخیستل شي.
3. پوهاوی: د اقلیمي بدلون او چاپېریال ساتنې په برخه کې دې علمای کرام، رسنۍ، متنفذین، قومي مشران او ځوانان پوره ونډه واخلي ترڅو په ټولنه کې د چاپېریال ساتنې فرهنګ وده وکړي.
4. مشارکت: د چاپېریال ساتني او اقلیمي بدلون په محلي او ملي پروګرامونو کې د خلکو برخه اخیستل او د اقلیمي بدلون پروړاندې مبارزه کې ګډون کول.
5. له حکومتي ادارو سره همکاري: خلک دې له حکومتي ادارو او غیر دولتي سازمانونو سره لازمه همکاري وکړي ترڅو وکولای شو ټاکل شویو اهدافو ته ورسېږو او راتلونکو نسلونو ته یو سالم چاپېریال په میراث پرېږدو.
په پای کې یوځل بیا د اسلامي امارت له درنې رهبرۍ، د امارتي ادارو مسوولینو، د نړیوالو او داخلي بنسټونو درنو استازو، د چاپېریال ساتنې متخصصینو، د رسنیو محترمو همکارانو او ستاسو ټولو درنو حضارو له راتګ څخه د زړه له تله مننه کوم چې راغلاست او په دغه مهم کنفرانس کې مو برخه واخیسته، خدای جل جلاله مو اباد او سرلوړي ولره!
ومن الله توفیق
د یو سمسور او اباد افغانستان په هیله