د اقليم بدلون ملي کنفرانس په کابل کې ترسره شو

کابل، د مرغومي ۲۶مه، باختر
د چاپېريال ساتنې ملي ادارې، نن په کابل کې “د اقليم بدلون ملي کنفرانس” ترسره کړ.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دغه کنفرانس کې چې د اسلامي امارت چارواکو، په کابل کې د يو شمېر هېوادونو سفيرانو او ډيپلوماتانو، په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د بېلابېلو دفترونو او غير دولتي مؤسسو استازو او د پوهنتون استادانو ګډون کړی و؛ د «کاپ ۲۹» اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس پایلې وارزول شوې.
د کنفرانس په پيل کې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي ریيس مولوي مطيع الحق خالص، د چاپېریالي مسایلو او اقلیمي بدلون په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل چې اقلیم بدلون يوه نړيواله پديده ده او له دې شومې پديدې سره د مبارزې لپاره ګډو اقداماتو او تعامل ته اړتیا ده.هغه زياته کړه: “د اقليم بدلون موضوع نن د نړۍ په کچه د هر انسان ژوند ته يو ستر ګواښ دی او له بده مرغه افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو له جملې څخه دی چې د اقليمي بدلون د ناوړو اغېزو له امله ډېر زيانمن شوی دی؛ په داسې حال کې چې د ګلخانه يي غازاتو د خپرېدو او انتشار په برخه کې خورا لږ نقش لري”.
مولوي خالص، له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په لاره کې له افغانستان سره د نړيوالو سازمانونو د لازمو مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ، که نړیوال له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په لاره کې له افغانستان سره پوره همکاري ونه کړي؛ نو هغوی به يې هم له ناوړو اغېزو خوندي پاتې نه شي او بیا به د دغه لوی ناورین مخنیوی ناممکن وي.
د هغه په وینا، د «کاپ۲۹» اقلیمي بدلون په نړیوال کنفرانس چې په اذربایجان کې ترسره شو او د افغان حکومت پلاوي هم پکې ګډون وکړ؛ تر ۲۰۳۵ میلادي کال پورې له زیانمن شویو هېوادونو سره د ۳۰۰ میلیارده ډالرو کلنۍ مرستو ژمنه وشوه چې افغانستان هم د دغو هېوادونو له جملې څخه دی.
دغه راز، د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين شېر محمد عباس ستانکزي، د اقليم بدلون اغېزو ته د رسيدنې لپاره د سيمې او نړيوالو د ملاتړ په راجلبولو کې د دغه وزارت د رول په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې افغانستان هغه هېواد دی چې د خپل تاریخ په بېلابېلو دورو کې د اشغالګرو د جګړو او د هغوی د بېلابېلو کيمياوي وسلو د کارولو له امله يې چاپېريال او خلک ډېر زيانمن شوي دي.
هغه پر نړيوالو او په ځانګړې توګه هغو هېوادونو چې په افغانستان کې د دغه شان ستونزو په رامنځته کولو کې ونډه درلوده؛ غږ وکړ چې چاپيريالي او د اقليم بدلون اړوند موضوعات دې سياسي نکړي او له اقليمي بدلون سره د مبارزې په لاره کې دې له توپيري چلند پرته له افغانستان سره مرسته او همکاري وکړي.
ستانکزي ژمنه وکړه چې د بهرنيو چارو وزارت به په ټول توان سره، د چاپېریالي او اقليمي بدلون اړوندو مسایلو په برخه کې نړيوالو ته د افغانانو غږ په رسولو کې پوره همکاري وکړي.
د کنفرانس په دوام، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو معین مولوي باز محمد فیضان، د اقلیم بدلون او پر کرنې سکټور د هغه اغېز په اړه د دغه وزارت یو لړ وړاندیزونه شریک کړل او ویې ويل چې د وروستيو کلونو د وچکالیو او سېلابونه د راوتلو له امله د افغانستان د کرنې او مالدارۍ برخې او دغه راز اوبيزې سرچينې ډېرې زيانمنې شوې چې دا یو ستر ناورين دی چې د افغانانو پر ژوندان یې ناوړه اغېز کړی دی.
د اقتصاد وزارت مسلکي معين ډاکټر عبداللطيف نظري هم، د موضوع اړوند خبرې وکړې او د نړیوالو له لوري پر افغانستان د بېځایه بندیزونو او محدودیتونو پر لرې کولو ټینګار وکړ، څو د چاپېريال ساتنې ملي اداره او له اقليمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې فعال سازمانونه او مؤسسې وکولای شي په افغانستان کې خپلې چاپېریالي پروژې په خپل وخت پلې کړي.
همدا رنګه، په افغانستان د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا، د اقلیمي بدلون له پلوه، افغانستان د نړۍ د لسو ډېرو زیانمنونکو هېوادونو له جملې څخه یاد کړ او ویې ویل چې اقلیمي بحران نه یوازې د افغانستان لپاره یوه ننګونه ده، بلکې دغه بحران د نړۍ پر وړاندې هم یوه ستره ننګونه بلل کېږي چې باید پر وړاندې یې ګډه مبارزه وشي.
هغې ژمنه وکړه چې په افغانستان کې له اقلیم بدلون سره مبارزه، د ملګرو ملتو سازمان په لومړیتوب کې دی او په دې لاره کې به له چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره خپلو هڅو او همکاریو ته دوام ورکړي او پر نړیوالو سازمانونو او بنسټونو یې هم غږ وکړ چې په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
ورته مهال، په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د پرمختیايي پروګرام «یوانډيپي» استازې دوویل مکروجي مستیاله، ژمنه وکړه چې په افغانستان کې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په لاره کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او په دغه هېواد کې د بېلابېلو پروژو د پلې کولو په موخه به له نړیوالو سازمانونو او مؤسسو څخه د افغانستان لپاره د بودجې برابرولو هڅې وکړي.
د کنفرانس په وروستۍ برخه کې، د ګډونوالو له لوري “په اقلیمي بدلون اړوند سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کې د افغان پلاوي د ګډون او د اقلیم بدلون مالي سرچینو ته د افغانستان لاسرسي” تر عنوان لاندې ازاد بحث ترسره شو.
د بحث ګډونوالو د اقلیم بدلون د ناوړو اغېزو په اړه پر عامه پوهاوي ورکولو، د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو سره پر اساسي مرستو او د زېربنايي پروژو پر عملي کولو ټینګار وکړ او دغه راز له ملي او بينالمللي سازمانونو او بنسټونو څخه یې وغوښتل چې له اقليمي بدلون سره د مبارزې په لاره کې له افغانستان سره مرسته او همکاري وکړي او اقليمي مسايل دې له سياست څخه لرې وساتي.
د کنفرانس په پای کې، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي سعد الدین سعید له لوري، د یاد کنفرانس په اړه ۹ ماده ییز پرېکړه لیک ولوستل شو چې د کنفرانس موخه او له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په لاره کې د نړیوالو، افغان حکومت، خصوصي سکټور او خلکو مسئولیتونه په کې په ډاګه شوي دي.