د اقتصاد وزارت مشرتابه هيئت د جمهور رييس له مرستيال سره وکتل

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٨
د اقتصاد وزارت د مشرتابه هيئت نن له غرمې وروسته د جمهور رييس له مرستيال قانونپوه سروردانش سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په کتنه کې لومړى د اقتصاد وزارت مشرتابه هيئت د دغه وزارت د کارونو او اجرايي پروګرامونو، د افغانستان د اقتصادي لومړيتوبونو او د دغه وزارت له خوا د برابرو شويو مقرراتو په باب معلومات ورکړل او دې ته په اشارې سره چې وظيفوي تداخل او په ځينو موادوکې د لازم صلاحيت نشتوالي دغه وزارت له ستونزو سره مخامخ کړى دى او په دغه وزارت کې يې د اصلاحاتو او ريفورم د تطبيقولوغوښتنه وکړه.
د اقتصاد وزارت مسوولينو په نوي حکومت کې د دغه وزارت په پياوړتيا باندې په ټينګار سره د اقتصادي پاليسى، پرمختيايي پلان او د ملي پروژو د ميکانيزم په ګډون د خپلو کاري پروګرامونو په باب د جمهور رييس مرستيال ته رپوټ وړاندې کړ .
وروسته د جمهوري رياست مرستيال سروردانش د اقتصاد وزارت د مسوولينو د هلوځلو له امله د قدردانۍ په ترڅ کې په هيوادکې د اقتصادي نظم په لاره کې ددغه وزارت د رول او ارزښت ته اشاره وکړه او ويې ويل: لکه څنګه چې د ملي وحدت په حکومت کې اقتصادي وده يو اساسي لومړيتوب دى؛ د اقتصاد وزارت دروند مسووليت په غاړه لرې .
ده دغه راز وويل: په اقتصادي اړخ کې زياتې اړتياوې شته چې دغه اړتياوې د اړوندو ارګانونو په همکارۍ او همغږۍ او د مربوطو قوانينو په نظام مند کيدو سره تامينداى شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته