خبرونهاقتصادTOP

د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې د سرو زرو د مؤقت صدور کړنلاره تائید شوه

کابل، غبرګولي ۲۲مه، باختر 

د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې چې په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې، د سرو زرو د موقت صدور پر کړنلارې، نویو متقاضیانو ته د نوري فایبر د ملي جوازونو پر ورکړې، په دولتي ادارو کې د اوسنیو څراغونو پر ځای د «ال.اي.ډي» څراغونو پر استفادې او یوشمېر نورو اقتصادي موضوعاتو بحث شوی دی. 

باختر آژانس ته د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې غونډه کې چې د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ جوړه شوې؛ تر هر اړخیز بحث وروسته د سرو زرو د موقت صدور کړنلاره تائید شوې ده. 

د دې طرحې له مخې به د ټاکل شویو اصولو په رڼا کې، د سرو زرو موقت صدور ترسره کېږي، چې له مخې به یې تر ډېره بریده د قاچاق مخنیوی وشي. 

د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې همدا رنګه نویو متقاضیانو ته د نوري فایبر د ملي جوازونو د ورکړې پر موضوع هم بحث شوی او تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه شوې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند د «اترا» اداره دې نویو متقاضیانو ته د نوري فایبر ملي جوازونه د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د نړیوالې داوطلبۍ له لارې ورکړي. 

ویل شوي چې په دې سره به د هېواد ټولو سیمو ته د نوري فایبر شبکه وغځېږي او هېوادوالو ته به په ارزانه بیه او ښه کیفیت انټرنټي خدمات وړاندې شي. 

د غونډې په دوام، په دولتي ادارو کې د اوسنیو څراغونو پر ځای د «ال.اي.ډي» څراغونو پر استفادې هم بحث شوی او د کمېسیون د هدایت پر اساس ټولې دولتي ادارې مکلفې شوې، چې د شته څراغونو د استهلاک په صورت کې دې له «ال.اي.ډي» څراغونو څخه استفاده وکړي او د برېښنا د سپما لپاره دې په خپلو ادارو کې په دې اړه عامه پوهاوی زیات کړي چې په پایله کې به یې په کلني ډول میلیونونه افغانۍ سپما شي. 

د اوبو او انرژۍ وزارت ته هم دنده سپارل شوې چې د برېښنا د سپما په برخه کې اقتصادي تحلیلونه ترسره کړي، حل لارې دې ولټوي او د تطبیق په موخه یې دې د بودجې ترلاسه کولو په موخه مالیې وزارت ته ولېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته