سیاستخبرونهاقتصاد

د اقتصادي کمېسیون نوبتي ناستې، پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وکړ او لازمې پرېکړې یې وکړې

کابل، د مرغومي ۳مه، باختر

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ، نن د اقتصادي کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوه.

باختر آژانس ته د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د اقتصادي کمېسیون یادې ناستې ته د (ام.سي.سي) چینايي شرکت له لوري د مس عینک کان د انکشاف او همدا رنګه د پروژې د ژر پيل لپاره د ځمکې لاندې کان کیندنې په مېتود نوې طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه چې تر هر اړخیز بحث وروسته؛ د کانونو او پټرولیم وزارت په مشرۍ بین‌الوزارتي کمېټې ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د وړاندې شوې طرحې په اړه له قراردادي شرکت سره تخنیکي ناستې ترسره او خپل راپور دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

دغه راز یادې ناستې ته د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د قشقري نفتي او ګازي بلاک د قرارداد وضعیت څېړلو راپور هم وړاندې شوی چې له ارزونې وروسته، تایید او د کانونو او پټرولیم وزارت په مشرۍ بین‌الوزارتي کمېټې ته دنده سپارل شوې چې په هېواد کې د مازوت نفتو د تصفیې خونې جوړولو په برخه کې پانګه وال جذب او په ټولو معیارونو برابره تصفیه خونه جوړه کړي.

د اقتصادي کمېسیون په نوبتي ناسته کې د بدخشان له بهارک ولسوالۍ څخه تر اشکاشم ولسوالۍ پورې د غځېدلي سړک د پاتې ۲۰ سلنه چارو د بشپړولو لپاره د مالي سرچینې پيدا کولو موضوع هم د بحث لپاره وړاندې او پرېکړه شوې چې د ټولګټو وزارت د یادې پروژې د تولو تخنیکي او مالي اړخونو ارزونه ترسره او خپل راپور دې د اقتصادي معاونیت له مقام سره شریک کړي.

دغه سړک ۱۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې ۸۰ سلنه چارې یې بشپړې شوې دي.

په ناسته کې همدا راز د نفت او ګازو دولتي شرکت، نورم او سټنډرډ ملي ادارې او ملي تدارکاتو ریاست له استازو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د دولتي ادارو د تېلو د هغو قراردادونو په اړه چې اټکلي قیمت یې تر ۲۰ میلیونو افغانیو زیات وي؛ په دې اړه ګډې تخنیکي ناستې ترسره او خپل راپور د اقتصادي معاونیت له مقام سره شریک کړي.

د اقتصادي کمېسیون ناستې په پای کې، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو  په تړاو د مشرقي ولایتونو د ولسونو غوښتنې هم د بحث لپاره وړاندې شوې چې تر مفصل بحث وروسته، ټاکل شوې بین‌الوزارتي کمېټې ته دنده سپارل شوې، ترڅو د یادې موضوع هر اړخیزه ارزونه ترسره او خپل راپور د اقتصادي معاونیت له مقام سره شریک کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته