خبرونهاقتصادټولنهTOP

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په ناسته کې پر ځینو اقتصادي موضوعاتو بحث وشو

کابل، د سلواغې ۱۰مه، باختر
د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي ناسته کې، د ځینو اقتصادي موضوعاتو په اړه بحث شوی دی.
باختر آژانس ته د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ دغه ناستې ته د نباتي خوراکي غوړیو د ځان بسیاینې طرحه د بحث لپاره وړاندې شوې چې تر هراړخیز بحث وروسته، په پرنسیپ کې تایید او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت استازو ته دنده سپارل شوې چې دغه طرحه د اوبو او انرژۍ او صنعت او سوداګرۍ له وزارتونو سره شریکه کړي او د هغوی د نظرونو په پام کې نیولو سره یې غني او د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې ته یې دې وړاندې کړي.
همدا رنګه، نویو متقاضیانو ته د نوري فایبر د ملي جوازونو د صدور ورکړه، هغه موضوع ویل شوي چې د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې له لوري ورباندې بحث شوی او تر مفصل بحث وروسته پرېکړه شوې چې د نوري فایبر نویو متقاضیانو ته دې نوي جوازونه د نړیوالې داوطلبۍ له لارې ورکړل شي او له وړ شرکتونو سره د قراردادونو منظوري اقتصادي کمېسیون ته راجع شي. دغه پرېکړه د وروستي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوې ده.
د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې له لوري، دغه راز د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د نویو عایداتي سرچینو پر طرحې بحث شوی او تر هر اړخیز بحث وروسته، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې استازو ته دنده سپارل شوې چې دغه طرحه له اړوندو وزارتونو او ادارو سره شریکه کړي، د هغوی نظرونه دې پرې واخیستل شي او وروسته دې د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې ته وړاندې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته