د افچین شرکت رئیس: د آمو سیند نفتي حوزې ورځنی استخراج ۱۱۰۰ ټنو ته لوړ شوی دی
کابل، د مرغومي ۲۸مه، باختر
د افچین شرکت رئیس ښاغلي شي، د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې ویلي چې د آمو سیند نفتي حوزې ورځنی استخراج ۱۱۰۰ ټنو ته لوړ شوی دی.
باختر آژانس ته د کانونو او پټرولیم وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د یاد شرکت رئیس زیاته کړې ده: «دا مهال په آمو سیند نفتي حوزه کې ۱۸ فعاله څاه ګانې لرو چې د نفتو ورځنی استخراج ترې ترسره کېږي او د نویو څاه ګانو په کیندلو سره به د نفتو استخراج لا ډېر شي.
د افچین شرکت رئیس همدارنګه، د دغه شرکت د راتلونکو پلانونو او کیندل شویو څاه ګانو په اړه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ته معلومات ورکړي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، د نویو کیندل شویو څاه ګانو او په دې برخه کې د شته ستونزو پر هواري ټېنګار کړی او د یادې پروژې د فعالیتونو، روڼتیا او د یاد شرکت د کارونو پر چټکتیا او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه یې لازمې لارښوونې کړې دي.
ټاکل شوې ده تر ۲۰۲۵ میلادي کال پورې، د آمو سیند له نفتي حوزې څخه په ورځ کې تر ۳۰۰۰ ټنه تېل استخراج شي.