سیاست

د افغا نستان په وړاند په ژمنو نه پا بندى بايد وڅيړل شي

١٨-کابلباختر د وري ١٤

په د اسې حال کې چې د افغانستان دولت د بيارغونې او له اداري فساد سره دمبار زې دبهير په نسبت د کورنيو او بهرنيو غونډو له تندونيوکو سره مخا مخ دي داسې موارد ليدل کيږي چې ځينې هيوادو نه ددغه هيواد د لوبې په نسبت په خپلو ژمنو دومره جدى نه دي

 افغان مقا ما تو په وار وار ويلي دي چې ځينو مرستندويو هيوادونو اونړيوالو مو سسو په هغه څه چې په سترو نړيوالو غونډو او سترو کنفرا نسو نو کې يې ژمنه کړې ده يا پرې عمل نه دى کړى او يادا چې ددغه شان پروژو عملى کول يې انحصار کړي دي د مثال په تو ګه پاکستان چې دلنډ مهال دولت له جوړيدو اود توکيو د کنفرانس له جوړيدو څخه تر او سه پورې هغه څه چې يې د افغا نستان په نسبت ژمنه کړې ده دو مره خوځښت نه لري

 د جلال ا باد _ تورخم سړک ددويمې کر ښي جوړول ، په کا بل کې ديو رو غتون جوړول ، د بلخ پو هنتون ودا نۍ جوړول ، دلو ګر رو غتون د ودانۍ جوړول ، په افغا نستان کې د بډوډو ددرملنې د مرکز جوړول اود تورخم _ جلال ا باد له لارې د اوسپنې پټلۍ غځول هغه سترې پروژې دي چې پا کستان يې د جوړولو ژمنه کړې وه  دغه پرو ژې يا په اصل کې نه دي جوړي شوي او يادا چې نيمګړى پا تې شوي دي .

د ما ليې وزير ډا کترعمر زاخيلوال  په دوشنبې کې د ريکا په غونډه کې د پا کستا نى مقاماتو څخه وغو ښتل چې په افغا نستان کې ددغه هيواد دنيمګړو پروژو په بشپړولو اقدام و کړي . سره له دې چې پا کستا ني مقا ما تو له دې جملې څخه د پا کستان جمهور رئيس اصف على زرداري ددغو پروژو په عملى کولو کې خپلې ژمنې نوى کړې ، خو اوسني حالات اود سيمه ييزاقتصاد وده په دې کارټينګار لري چې عمرا ني پروژې په تيره بيا دلويو لارو او واټو نو جوړول جدى خوځښت ته اړ تيا لري رسمي ارقام ښيې چې هغه څه چې په نړيوالو کنفرانسو نو او غونډو کې د افغا نستان د بيا جوړولو په وړا ندى د پا کستان شفا هى ژمنه طرحه شوى ، ٢٨٣ مليونو ډالرو ته رسيږي په داسې حال کې چې په دې بر خه کې ددغه هيواد ليکلى ژمنه يواځې پنځه مليو نه ډالره ده

 د ما ليې و زارت مقا ما ت وا يي:  د پا کستان له خوا دعمرا ني پروژو د نه اجرا کولو څرنګوالې بايد دديپلو ما تيکو منابعو له لارې تعقيب شي چې دغه هيواد ددغو پروژو کار له سره پيل کړي په داسې حال کې چې د ماليې و زارت د پا کستان دنيمګړو پروژو تعقيبول په ديپلو ما تيکو منا بعو پورې اړوند بولى خود بهرنيو چارو وزارت د ويندوى مرستيال فرا مرز تمنا د پا کستان د پروژو د نه تطبيق په باب د باختر ا ژانس دخبريال پو ښتنې ته په ځوا ب کې بې خبري و ښوده .

پا کستان په داسې حال کې په افغا نستان کې د خپلو عمرا ني پروژو د جوړولو په تيره بيا د تورخم سړک د جوړولو کار ځنډولى دى چې د پا کستان باروړو نکى وسايط له افغا نا نو څخه زيات له دې لارې اود افغا نستان له نورو لارو څخه تيريږي ، نه به يواځى د افغا نا نو په ګټه وى بلکې زيات به د پا کستان ددولت په ګټه وى چې د منځنى اسيا په لور د افغا نستان ترانزيتې لارې ته سخته اړ تيالري

 دسودا ګرۍ او صنايعو وزارت پخوا نى معين ډا کتر غلام محمد ايلا قى وا يي : سره له دې چې د پا کستاني مقا ما تو په وار وار ويلي دي چې دغه پروژې به په ښه تو ګه عملى شي خو د پا کستان له ژمنو څخه کلو نه کلو نه تيريږي خو عملى کيدل يې لا اوس هم د ابهام په پرده کې دى

 ايلا قى زيا ته کړه ،په پا کستان کې داسې کړى شته چې نه غواړي په افغا نستان کې دغه پروژې عملى شي ځکه په افغا نستان کې دسولى او ثبات له تا مينولو څخه هيريږي او يو بې ثباته افغا نستان دپا کستان په ګټه بو لى په داسې حال کې چې سالم سياسي عقل اوس په ګډ ژوند او پيوستون حکم کوى

ايلا قى زيا ته کړه : د هغه حالت او غو ښتنې په پا م کې نيولو سره چې په پا کستان کې شته ددغو پروژو عملى کول پا کستان ته دومره اقتصادى بار نه لري ، ځکه پا کستان ته يې ددغو پرو ژو ګټه له لګښت څخه څو ځلى زيا ته ده

 د کا بل پو هنتون استاد مسعود په دې باور دى که چيري پا کستان ددغو پروژو د عملى کولو په لور کام وا خلى دغه پروژه په هغو اقتصادى لاس وهنو کې چې په افغا نستان کې کوى ددغه هيواد رول کموي ، په داسې حال کې چې پا کستان له دې زيات چې په افغا نستان کې د لويو لارو اويا روغتون د جوړولو په فکر وى ، د خپلو اقتصادى ګټو دسا تلو په فکر کې هم دى

استاد مسعود د افغا نستان په وړا ندى د پا کستان د ژمنو په نسبت دو مره خوشبين نه دى او وا يي : پا کستان پخوا هم د افغا نستان په وړا ندى ژمنې درلودې خو هيڅکله نه دي عملى شوي

هغه څه چې موږله دغو خبرو څخه نتيجه ترلاسه کوو دا دى چې پا کستان په خپلو ژمنو کې پاتې را غلى او زموږ چاروا کو ددغه پرو ګرام عملى کولو ته د پا کستان په را کښلو کې کوم کارنه دي کړي

دچارو د پو ها نو په باور د افغا نستان دولت چې توان دى بهرني مرستې په ښه ډول ولګوى بايد يوه نړيواله غونډه جوړه کړي اوهغه هيوادو نه چې يواځې ژمنه يې کړې او عمل يې نه دى پرې کړى په دغه شان يوه کنفرانس کې معر فى او کره کتنه پرې و کړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته